د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا یو پلاوي نن په کابل کې کرزي سره ولیدل


د سناتور جان کیل په مشرۍ د امریکا یو پلاوي نن سه شنبې په کابل کې د جمهور رئیس حامد کرزي سره ولیدل.

پدی لیدنه کې په افغانستان د راتلونکو جمهوري ریاست انتخاباتو، د شیعه گانو په اړوند یو مباحثه یې قانون، د مخالفینو سره د خبرو د لارې د سولې پر ټینگښت او د امریکا د مرستو په هکله خبرې وشوې.

پدې لیدنه کې جمهور رئیس کرزي د امریکا له لورې د شوو مرستو قدر داني وکړه.

دغه پلاوي وویل چې د امریکا په کانگرس کې ډموکراټ او جمهوري غوښتونکي گوندونه د افغانستان په هکله د بارک اوباما د پالیسۍ کلک ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG