د لاس رسي وړ اتصالات

څیړونکي: د افغان ځواکونو روزنه زیات تعهد ته ضرورت لري


د واشنگټن مقامات وايي، د ناټو له غړو هیوادونو څخه یې غوښتنه کړې چې د افغانستان د خپلو قواوو په روزلو کې مرسته زیات کړي.

امریکا د سیمې لپاره د خپلې نوې ستراتیژئ د یوې برخې په توگه اعلان وکړ چې افغانستان ته څلور زره روزونکي لیږي. په همدغه نوې ستراتیژئ کې دا هم ویل شوي چې تر ٢٠١١م کال پورې به ١٣۴ زره د ملي اردو عسکر او ٨٢ زره پولیس روزل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن اروپا ته د خپل سفر پر وخت خبریالانو ته وویل، د افغانستان لپاره ډیره مهمه ده چې پخپله افغاني قواوې د امنیت مسئولیت پر غاړه واخلي.

په واشنگټن کې له څیړونکي تامس ډانلې نه چې د افغانستان چارې یې هم له نږدې څارلي، پوښتنه وشوه چې آیا په دغه اندازه قواوو باندې، ممکنه ده چې د ملک د امنیت مسئولیت په بشپړ ډول افغانانو ته وسپارل شي.

"‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏هو دا امکان لري. ځکه چې بشري قوه موجوده ده. دا به یو څه وخت ونیسي. ددغه اندازې قوې د روزلو لپاره د امریکا او نورو ملاتړ ته ضرورت دی. دا به تر ډې ډیر آرزانه تمام شي چې امریکايي او د ناټو قواوې د امنیت د ساتلو لپاره ولیږل شي. دا کار په دوه لحاظه ډیر مهم دی. لومړی د ملک د امنیت لپاره او دوهم د افغان حکومت د مشروعیت لپاره هم دا یو مهم قدم دی".

ښاغلی ډانلې وايي، دا تر ټولو غوره تگلاره ده او چې بشري قوه موجوده وي، تبعا امکان لري. خو په دې ټکي ټینگار کوي چې د افغان قواوو د جوړولو او بقا لپاره د امریکا او ناټو دومداره تعهد ته ضرورت دی.

یو بله مهمه خبره چې د افغانستان لپاره د امریکا په نوې ستراتیژئ کې لیدل کیږي، هغه د کابل د حکومت له وسله والو مخالفینو سره د سولې او پخلاینې خبرې دي.

له تامس ډانلې نه پوښتنه وشوه چې تر اوسه په دې لاره کې کوم اقدامات شوي او کوم بدلون لیدل شوی دی؟

"تر اوسه ما کوم اساسي بدلون نه دی لیدلی. په دې برخه کې تر اوسه همهغه د پخوانیو پالیسیو دوام تر سترگو کیږي".

د لویدیځ په مطبوعاتو کې وخت ناوخته داسې رپوټونه خپاره شوي چې وسله وال او تندلارې طالبان د پاکستان په قبایلي سیمو کې ځای پر ځای دی.

د واشنگټن حکومت وايي، په قبایلو کې روانه ناامني دا وخت ددغه ټولې سیمې تر ټولو لویه ستونزه ده.

د پاکستان د مرکزي حکومت د رول په اړه هم پوښتنې کیږي. د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس په همدې روانه اونۍ کې په یوې مرکې کې ویل، د گلبدین حکمتیار د ډلې او د حقاني له شبکې سره د پاکستان د استخبارتي ادارې یا آی.ایس.آی اړیکې د امریکا لپاره یوه ژوره اندېښه ده.

له تامس ډانلې نه پوښتنه وشوه چې ځینې اندېښنې داسې ښودل شوي چې د اسلام آباد ملکي حکومت پر آی.ایس.آی نفوذ لري. واشنگټن خپل ټول روابط د اسلام آباد له حکومت سره ساتي.آیا دا په آینده کې د مشکل سبب نه کیږي؟

"هو زه بارو لرم چې دا د مشکل سبب کیدای شي. خو د پاکستان پوځ پر آی.ایس.آی زیات نفوذ لري. او ددې علت چې آی.ایس.آی له تروریستي شبکو سره اړیکې پیدا کړي دا دی چې دوی له آی.ایس.آی نه د هند په خلاف د وسلې په توگه کار اخیستی دی. په کشمیر کې روان حالت او همدارنگه پر ممبۍ باندې د تیر کال حملې چې پاکستاني ترهگرو ډلو په کې لاس درلود.

ښاغلی ډانلې وايي، د آی.ایس.آی له خوا چې د ترهگرو ډلو سره تماسونه نیول شوي، ددې لپاره دي چې د هند په خلاف یې د وسلې په توگه استعمال کړي. دی وايي، ددغه ډلو د جوړولو، د دوی سره مرستې کولو او ملاتړ کولو له آمله زه ویلای شم چې د پاکستان ملکي حکومت د مسئلې حل نه بلکې د مسئلې یو جز دی.

د سیمې لپاره د امریکا د نوې ستراتیژئ له اعلان وروسته، په لومړي ځل په همدې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارډ هالبروک او د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې رئیس ستر جنرال مایک مولن سیمې ته سفر وکړ.

د دوشنبې په ورځ، سفیر هالبروک او جنرال مولن له کابل نه اسلام آباد ته ورغلل او هلته یې له جمهور رئیس آصف زرداري سره هم وکتل.

په اسلام آباد کې د یوه خبري کنفرانس پر وخت، د پاکستان خارجه وزیر له دې آمله جمهور رئیس اوباما وستایه چې په خپلو خبرو کې یې د پاکستان د خلکو او د منتخب حکومت ملاتړ اعلان کړی او په دغه ملک کې یې د اقتصادي ودې لپاره مرسته اعلان کړې ده. خو شاه محمود قریشي وايي، له واشنگټن سره یې په قبایلو کې د بې پیلوټه الوتکو د حملو پر سر ژور اختلاف موجود دی.

هغه وویل: "موږ د بې پیلوټه الوتکو د حملو په باب خبرې وکړې. دا په ډیر صراحت وایم چې یوه خلا موجوده ده. زموږ او د دوی تر منځ خلا موجوده ده. او زه غواړم چې دغه خلا ډکه شي. موږ به په دې باب د واشنگټن په غونډه کې خبرو ته دوام ورکوو".

د سیمې له امریکايي څیړونکي تامس ډانلې نه پوښتنه وشوه چې د شاه محمود قریشي وروستیو څرگندونو ته په پام سره امریکا به د اسلام آباد له حکومت سره خپلې اړیکې څنگه تنظیموي؟

"دا څرگندونې د پاکستانیانو د هغو نظریاتو تکرار دی چې دوی د بهرني مداخلې نه وېره لري. خو که د بې پیلوټه الوتکو د حملو خبره شي. دا له څو مودې راهیسې دوام لري. د پاکستان حکومت غواړي دواړه خواوې وکړي. دوی یوې خوا ته تر یوې اندازې ددغو حملو دوام ته اجازه ورکوي او بلې خوا ته، په عین وخت کې د ملک د خاورې پر تمامیت باندې د تیري خبرې کوي. دوی غواړي دواړه خواوې پر مخ بوځي.

خو تر کومه ځایه چې په مجموع کې د امریکا او پاکستان د اړیکو خبره ده. په دې کې د بدلون ډیر امکان دی. که نور هیڅ نه وي، یو علت یې همدا کیدا شي چې د پاکستان په گڼ میشتو مرکزي سیمو کې امنیت ورځ په ورځ خرابیږي".

تامس ډانلې وايي، امریکا خپل ټول کوښښ کوي چې د پاکستان د حکومت او پوځ توجه د هغوی د عنعنوي اندېښنو پر ځای په دغه ملک کې هغو راډیکار عناصرو په خلاف اقداماتو ته راواړوي لکه د مثال په ډول چې دا وخت په سوات کې فعال دي او د پاکستان حکومت مخکې ددغو عناصرو په خلاف اقدامات نشو کولای او یا یې نه غوښتل چې اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG