د لاس رسي وړ اتصالات

په بغداد کی دشېعه گانو د ېوه مهم زېارت سره نژدی د بم چاودنه وشوه


عراقی پولېس واېې چه نن په بغداد کی د شېعه گانو د ېوه مهم زېارت سره نژدی د بم چاودنه وشوه. اوه کسان ېې ځای په ځای ووژل او دری وېشت نور ېې زخمېان کړل.

دبم دا چاودنه دامام موسی کاظم د زېارت سره نژدی وشوه.

د عراق حکومت په شېعه گانو باندی د حملو ټوله پړه د القاعدی او د پخوانی مشر صدام حسېن د طرفدارانو په غاړه غورزوی.

پرون هم دبم په ېوه سخته چاودنه کی اته کسان په بغداد کی وژل شوی وؤ.

له بلی خوا نن عراقی مقاماتو په فلوجه کی دخلکو په گرځېدلو باندی بندېز ولگاوه. د موټرونو گرځول بندی شوی دی.

پولېس واېې غواړی چه په فلوجه کی د تشدد پېښو په باب تفتېش وکړی.

XS
SM
MD
LG