د لاس رسي وړ اتصالات

'امریکا پلان درلود چې پاکستان تجزیه کړي'


د پاکستان د کابینې یو غړي وویل هغه پدې باور دی چې امریکا پلان درلود چې پاکستان تجزیه کړي او همدا دلیل و چې د نوموړي سره په کابینې کې ټولو همکارانو دا نظر سره شریک کړی.

دا خبرې سیمې ته د امریکا د ځانگړي استازي ریچرډ هالبروک د سفر یوه ورځ وروسته د سائینس او ټکنالوژۍ وزیر، محمد اعظم خان سواتي کړي، او ښایې دا څرنده کړي چې پاکستان د طالبانو د مخ پر زیاتیدونکي شورش په وړاندې جگړه کول او د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو سره پوره همکاري نه غواړي.

سواتي د اسوشیتید پرس تلویزیون ته وویل چې په سیمه کې به بدلون راځي خو هغه بدلون به رامنځ ته نشي. کله چې په همدې اونۍ کې امریکایي او پاکستاني چارواکو لیدنه درلوده نو د خبرو اصلي هدف د القاعدې او طالبانو په وړاندې د جگړې لپاره دوه اړخیزه اعتماد باندې ټینگار وکړ.

بل پلو، تیره ورځ پاکستاني پولیسو وویل لږترلږه پنځه کسان د طالب جنگیالیو سره په هغه نښته کې چې غوښتل یې خپل پیاوړي مرکز سوات درې ته توسعه ورکړي، ووژل شوو.

دی کار د حکومت هغو هڅو ته زیات زیان ورسو چې غوښتل یې په دغه ناقراره سیمه کې د سولې یو تړون ته ورسیږي.

کوم چې د امریکايي چارواکو تر کلکو نیوکو لاندې دی او وایې ښاییې دا ډول تړون سخت دریځه په سیمه کې لا غښتلي کړي.

پولیسو وویل د طالب جنگیالیو یوه ډله د سوات درې نه ووتله او غوښتل یې د بنیرو غرنۍ او تر دوشنبې په جنوب ختیځ کې امن سیمې ته ور ننوځي.

ځایی قبائیلي مشرانو ورته وتلو خبردارې ورکړ خو د رد ځواب سره سم قبائیلي خلکو او پولیس ورپسې راپاڅیدل.

XS
SM
MD
LG