د لاس رسي وړ اتصالات

لښکرگاه کی ځانمرگه ٥ تنه ووژل


افغان پولیس وایی چی یوه ځان مرگه بم چوونکي نن د پنجشنبې په ورځد هلمند د ولایت د لښکرگاه په ولسوالي کی د مخدره موادو ضد دوه پولیس او درې ملکي خلک ووژل.

د هلمند د ولایت د پولیسو د سرمامور مرستیال کمال الدین خان وویل چی بم چونکي د مخدره موادو ضد پولیسو د موټرو په کتار باندی حمله وکړه.

په دې حمله کی اووه تنه پولیس زخمي شوي هم دي.

ددې سیمي چارواکي هلي ځلي کوی چی د مخدره موادو غیر قانوني تجارت چی د طالبانو د مخ په زیاتیدونکو حملو او بغاوت د پاره د پیسو منبع ده، له منځه یوسی.

په یوه بل خبر کی ویل شوي دي چی افغان او امریکایی عسکرو د چهارشنبې په ورځ د خوست په ولایت کی څلور یاغیان چی دوې ښځي هم په کی شاملي وې وژلي دي.

او ائتلافي قواوي وایی چی دوی د کندهار په ولایت کی د نظامي عملیاتو په وخت شپږ یاغیان ووژل.

XS
SM
MD
LG