د لاس رسي وړ اتصالات

د سومالېې سمندری داړه ماران د امرېکا ېې بېړۍ کپتان برمته کړی دی


د امرېکا سمندری قواوې او اېف بې آی واېې چې دوی د هغه کپتان دراخوشی کولو په برخه کې کار کوی چې د سومالېې په ساحل کې سمندری داړه مارانو برمته کړېدی.

د سومالېې په ساحل کې د امرېکا ېوه مال وړونکی بېړی او ددغی بېړی کپتان داړه مارانو برمته کړېدی.

د امرېکا ېوه جنگی بېړۍ د پنجشنبی په سهار د وخته دغه ځای ته رسېدلی ده. سمندری داړه مارانو د چارشنبی په ورځ د لنډ وخت لپاره د غه بېړی او دهغی کپتان رېچرد فېلېپس برمته کړل؛ ترهغی ورو سته دامرېکا عملی بېرته د بېړی واک په خپل لاس کې واخېست.

د دغی بېړی نور ماڼؤگان واېې چې څلور تنو سمندری داړه مارانو اوس هم په ېوه بله وړه بېړی کې د بېړی کپتان برمته ساتلی دی.

د امرېکا خارجه وزېرې هېلری کلنټن وېلی دی چې سمندری قوه هلته ده اوهغه وړه بېړی کې چی دی پکی برمته دی تېل خلاص شوېدی.

د دغی مال وړونکی بېړی کمپنۍ ماېرسک واېې چې د کپتان راخوشی کېد له په خوندی توگه ددوی لپاره ترټولومهم کار دی اوترنورو داولېت حق لری.

دغی بېړۍ د کېېنا په مومباسه کې خلکو ته په بېړه باندی خوراکی مواد وروړل.

رپوټ واېې چې دا شپږمه بېړی ده چې په دې سېمه کې په ېوه اونۍ نېول شوېده. او دا لومړی بېړی ده چې په امرېکا کې ثبت شوېده او د سمندری داړه مارانو له خوانه نېول شوېده.

دغه سمندری داړه ماران د ختېځی افرېقا په ساحل کې خپل عملېات کوی.

هغه سمندری داړه ماران چی د سومالېی په ختېځ ساحل کې عملېات کوی هغوی اوس هم له لس دولسو نه زېاتی بېړی او دهغو عمله برمته ساتلی دی.

XS
SM
MD
LG