د لاس رسي وړ اتصالات

ایتلافي قواوو خوست کې ملکي تلفات تائید کړل


د امریکا اردو پرون دا تایید کړه چی ائتلافي قواو د خوست په ولایت کی د عملیاتو په وخت څلور ملکي خلک چی دوې ښځي هم په کی شاملي وې وژلي دي.

له بلي خوا، په افغانستان کی د امریکا اردو وایی چی ائتلافي قواو په کندهار کی پنځه تنه مشکوک یاغیان وژلي دي.

د ائتلاف په یوه بیانیه کی چی نن د جمعې په ورځ خپره شوې ویل شوي دي چی ددوی عسکرو د میوند په ولسوالي کی یاغي طالبان چی په سیمه کی د حملو مسئولیت لري پلټل.

بیانیې ویلي دي چی عسکرو کوشش وکړ د خپلو دې عملیاتو په وخت د ملکي خلکو د ژوند ساتلو تضمین وکړی او دا اعلانونه یې کول چی عادي خلک دي د هغو ودانیو نه ووځي چی دوی یې تلاشي او تفتیش کوي .

د امریکا اردو پرون دا تایید کړه چی ائتلافي قواو د خوست په ولایت کی د عملیاتو په وخت څلور ملکي خلک چی دوې ښځي هم په کی شاملي وې وژلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلینټن او ددفاع وزیر رابرټ گېټس د پنجشنبې په ورځ دلته په واشنگټن کی د آسترالیا د بهرنیو چارو او ددفاع د وزیرانو سره وکتل او په افغانستان کی یې د هغوي د همکاریو په باب خبري ورسره وکړې.

ددې غونډي نه وروسته د امریکا ددفاع وزیر دا ونه ویل چی ده د آسترالیا نه وغوښتل چی افغانستان ته نور عسکر واستوي که نه.

آسترالیا همدا اوس په افغانستان کی ١١٠٠ عسکر لری چی په بین المللي عسکرو کی شامل دي او د یاغي طالبانو سره په جگړو اخته دي.

XS
SM
MD
LG