د لاس رسي وړ اتصالات

د کوټې په مظاهرو کې د مړو شمیر زیات شوی


د پاکستان په بلوچستان کې د درې ملت پالو مشرانو د وژل کېدو له آمله په مظاهرو کې د مړو شمیر زیات شوی دی.

پولیس وايي، نن د بلوچستان لوی ښار کوټې ته نږدې یې د شپږو تنو مړي پیدا کړي دي. پر دغو کسانو باندې ډزې شوي او وژل شوي دي.

چارواکي وايي، په یوې جلا پیښه کې وسله والو کسانو په کوټه کې په ډزو کې یو پولیس او یو بل ملکي سړی وژلي دي.

دا عمومي مظاهرې د بلوچستان سیاسي ډلو را بللي چی د ملت پالو مشرانو د وژلو له کبله اعتراضونه وکړي.

د بلوچستان په لوی ښار کوټه کی دوکانونه تړلي دي او د ښار په سړکونو کی لږ ټرافیک لیدل کیږی. د پنجشنبې په ورځ مظاهره چیانو په کوټه کې موټرونو ته اورونه واچول او په نورو سیمو کی یې هم بلواگاني وکړې.

پولیس وایي، د خوزدار په ښارگوټي کی تیره ورځ په موټر سایکل باندې یو تړل سوی بم وچاود او لږ تر لږه څلور کسه یې زخمي کړل. دا حمله یوه ورځ وروسته له هغه کیږی چی د همدغو مشرانو د وژلو په سر په قهرجنو مظاهرو کی یو پولیس ووژل سو.

دغه وژل سوي مشران د هغي حکومتي کمیټې غړي وو چی په بلوچستان کی د ورکو سوو خلکو د پیدا کولو او د هغوی په باب د تحقیقاتو د پاره جوړه شوې ده. د هغوی مړي د وژل کیدو نه څو ورځي وروسته پیدا سول.

XS
SM
MD
LG