د لاس رسي وړ اتصالات

محسني: د اهل تشیع نوی قانون مشکل نلري 


په افغانستان کې د اهل تشیع یوه وتلي مذهبي مشر په دغه ملک کې د یوه لانجمن مدني قانون د تصویبېدلو ننگه کړې ده او پر لویدیځو هیوادونو یې تور لگولی چې کله چې د دوی په زړه کار ونشي نو بیا د ډیموکراسۍ خبره رامنځته کوي.

محمد آصف محسني نن د شنبې په ورځ وویل، دغه قانون د دیموکراسئ د لارې نتیجه ده او ویې ویل، پر قانون باندې زیاتره انتقادونه له دې آمله شوي چې قانون په غلط ډول ترجمه او تفسیر شوی دی.

انتقاد کوونکي وايي چې د اهل تشیع د شخصي احوالو قانون د ښځې او خاوند تر منځ د زور زیاتي ډکو جنسي اړیکو ته لاره هواروي او له ښځو نه دا حق اخلي چې د میړه له اجازې پرته له کوره ووځي.

آیت الله محسني وايي، ښځه کولای شي، د ناروغۍ پر وخت، د ماشوم له زیږولو وروسته او د روژې پر وخت د میړنه سره له جنسي اړیکو نه ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG