د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: خپل اختلافات یوې خوا ته پرېږدی او د ستونزو د حلولو دپاره گډ کار وکړی


د متحده ایالاتو جمهور ریس براک اوباما چی تازهخارج ته له سفر څخه را ستون سوی دی، پر هیواد باندی ږغ کړی دی چی د هغو ستونزو د حلولو دپاره چی نړۍ ورسره مخامخ ده، په گډه مبارزه وکړی.

د امریکا ږغ خبریال الیکس ویلاریل رپوټ راکوی چی جمهور ریس دغه وینا د یهودانو د فصح د اختر او د مسیحیانو د پاک اختر په مناسبت کړې ده او پر ټولو یې ږغ کړی دی چی خپل اختلافات یوې خواته پرېږدی او د ستونزو د حلولو دپاره گډ کار وکړی.

جمهور ریس اوباماوایی د یهودانو د فصح اختر او د مسیحیانو د پاک اختر رخصتی داسی ورځی دي چیخلک په هغو کی هغو مسولیتونو ته متوجه کېږی چییوه بل ته یې لري او خپل اختلافات لیری غورځوی.

ښاغلي اوباما وویل د اقتصادی بحراناو د القاعده د ټروریسټی ډلي او د اټومی وسلو د پراخېدلو په څېر ستونزو دحل یوازینی لاره داده چی لاسونه سره ورکړو او په گډه کار وکړو.

"دا هغه ستونزي دي چیهیڅ یو هیواد یې، که هرڅونه قدرت ولري، هم په یوازي سر تر عهده نه سی وتلای. متحده ایالات باید په دغه لاره کی د نورو هیوادونو رهبری پر غاړه واخلی. مگر موږ دغه بې سابقې ستونزي هغه وخت حلولای سو چی له نورو هیوادونو سره ملگري سو او د هغوی سره په گډه عمل وکړ."

جمهور ریس اوباما وویلتېره هفته چی ده خارج ته سفر کړی وو نو په هر ځای کی یې ددغی مفکورې څخه دفاع کوله.

ښاغلي اوباما د فرانسې او جرمني پر پوله باندی دناټو د مشرانو په عالی غونډه کی وویل متحدینو د افغانستان او پاکستان دپاره د متحده ایالاتو د نوي ستراتیژی د ملاتړ په برخه کی ډېری مهمی همکاری کړی دی.

جمهور ریس اوباما د چیک په جمهوریت کی وویل هغه د اټومی وسلو د خپرېدلو د مخنیوی دپاره د روسیې او نورو هیوادونو سره د کارکولو د ستراتیژیاساسات څرگند کړل.

او په لندن کی یې د شلو لویو هیوادونو په عالی غونډه کی وویلچی هیوادونه د نړۍ د اقتصادی ستونزو سره د بریالۍ مبارزې کولو دپاره را غونډ سوي دي.

جمهور ریس اوباما وویل: "ما د شلو هیوادونو له مشرانو سره د دې خبری د یقینی کولو دپاره وکتل چی د نړۍ تر ټولو لوی دولتونه د نړۍ وال اقتصادی بحران سره د مبارزې کولو دپاره په گډه عمل وکړی.موږ باید د اقتصادیودي د چټکولو، د خلکو د باور د بیرته پیدا کولو، د ازادو بازارونو د تقویه کولو او د مالی سسټم د بهترولو دپاره په گډه اقدامات وکړو او دا خبره یقینی کړو چیپه اینده کی نړۍ بیا ددغه راز ستونزو سره مخامخ نه سی."

مگرد متحده ایالاتو جمهوری غوښتونکي په داخل کی د اقتصاد دپاره د جمهور ریس اوباما په پلانونو ډېر زیات باور نه لری.

د مینیسوتا گورنر ټیم پا لینټی جمهوری غوښتونکي گوند تهپه وینا کی وویلد فیدرال څکومت دپاره هغه بودجه چی جمهوریس اوباما د کال ٢٠١٠ دپاره پېشنهاد کړې دهد مالیاتو بارپه هغه توگه چی ده یې ژمنه کړې وه نه سپکوی.

دی وایی: "دغه بودجه نوي پورونه دونه زیاتوی چی په پای کی به دا لازمه سي چی پر موږ باندی د مالیاتو بار تر دغه نور هم پسی دروند سی.کورنۍ اوس تر فشار لاندی دي اود کارو بارکوچني مرکزونهډېر ژر خلکو ته نوي کارونهنه سي پیداکولای. ایا اوس هغه وخت نه دی چی موږ د حکومت دپاره کار کول بس کړو او حکومت زموږ دپاره په کار کولو پیل وکړی؟"

په کانگریس کی ډیموکراټانو تېره هفته په اولسی جرگې او د مشرانو په جرگې کی د جمهور ریس اوباما د لگښتونو دپلان د تعدیلېدلو غوښتنه وکړه، خو جمهوری غوښتونکي گوند سخت مخالفت ورسره کړی دی.

XS
SM
MD
LG