د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د جگړو لپاره ٨٣ اعشارېه څلور بېلونه ډالره خاصه بودجه غواړي


د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما له کانگرېس نه $۸۳.۴ بلېونه ډالره ددې لپاره غوښتی دی چې په افغانستان او عراق کې ېې د نظامی او دېپلوماتېکو عملېاتو لپاره ولگوی.

هغه په دې خبره ټېنگار کړېدی چې د عسکرو لپاره د ې خاصه بودجه ورکړل شی. واشنگټن پوست لېکی چې دوه کاله مخکی چې هغه سناتور و او جورج ډبلېو بش جمهوررئېس و، نو ددغه کار مخالفت ېې کاوه.

واشنگټن پوست لېکی چې د جمهور رئېس براک اوباما له خوا نه د پېسو په غوښتنه کې دهغو پېسو غوښتنه هم شامل ده چې غواړی په زرگونو نور عسکر افغانستان ته پرې ولېږی.

ورځپاڼه د کانگرېس د څېړنو د خدماتو د ادارې له قولهلېکی چې له دې پېسو سره به د جگړومصا رف د ٢٠٠١ مېلادی کال د سپېتمبرد ېوولسمی نېټی له ترورېستی حملو راهېسی ېو ترېلېون ډالرو ته ورسېږي.

دلته پکار ده چې دېو شمېر اورېدونکېو لپاره وواېو چې زر ملېونه ډالره ېوبلېون ډالره کېږی او زر بلېونه ډالره ېو ترېلېون کېږي.

رپوټ واېې چې دا اضافې پېسی به دعملېاتو لگښت ترمنی پورې ورکړی.

د پاکستان لپاره څلور سوه ملېونه ډالره مرسته ددې لپاره غوښتل شوېده چې له دغه هېواد سره په دې کې مرسته وشی چېله افغانستان سره د خپل سرحد په اوږدو کېدېاغېانو خلاف هلوځلو کې ترېنه کا رواخلی.

واشنگټن پوست لېکی چې د معمول په ډول بهد عراق جگړی ته ډېر بودجه ورکول کېدله خو اوس توجه دافغانستان جگړی ته اووښتی ده.هلته په افغانستان کې ډېرې سخت مشکلات موجوددی.

واشنگټن پوست لېکی پخوانی شوروی اتحآد په همدغه هېواد کې له اسلامی افراطېانو سره د جگړی په مشکلاتو باندیتر هرچا ښه پوه دی.

ددې بودجی تقرېبا ٩٥ فېصده به دامرېکا ېې عسکرو لپاره په دې برخه کې ولگول شی چې دعراق له خلکو سره مرسته وکړی چې هغوی دخپل هېواد مسوولېت په اېنده کې په خپله په لاس کې واخلی.

په دې بودجه، باندی به په پاکستان او افغانستان کې دالقاعده د گډوډولو اوماتولو لپاره کاروشی.واشنگټن پوست لېکی چې جمهوررئېس اوباما داخبری په هغه لېک کې لېکلی دی چې د کانگرېس مشری نانسی پېلوسی ته ېې لېکلی دی.

د سپېنی ماڼی د مطبوعاتو سکرتر رابرت گبز داخبره ومنله چې براک اوباما د بش پراداره باندی انتقاد کاوه چې د جگړی لپاره خاصه بودجه وغواړی. خو هغه ووېل چې دوی داځل ددې لپاره ضرور ت لری چې داپېسی په اوړی کې پکارد ی مخکی له دېنه چې کانگرېس دمالی اختصاص بهېر په عادی ډول بشپړ کاندی.

رابرت گبز ووېل چې دابه دعراق اوافغانستان لپاره وروستۍ اختصاصی بودجه وی.

نانسی پېلوسی په ېوه وېنا کې ووېل چې کانگرېس به په ډېر احتېاط باندی داوباما په غوښتنه باندی غور وکړی او له حکومت سره به په خبرو اترو کې ددی لپاره برخه واخلی چې زموږ د پانگی لگونی دکامېابی اندازه ولگولی شی.

تېرکال د جون په مېاشت کانگرېس ٦٦ بېلونه ډالره په ٢٠٠٩ کال کې دنظامی عملېاتو لپاره منظؤر کړل. په دې برخه کې به په مجموعی ډول پنټاگان ته ١۴٢ بلېونه ډالره بودجهد روان مالی کال لپاره چې د سپېتمبرپه دېرشمه به پاېته ورسېږی ورکړل شی.

واشنگټن پوست لېکی چې توقع ده دا غوښتنه په اسانی سرپه کانگرېس کې منظور شی ځکه چې دېموکرات گوند په کانگرېس باندی کنترول لری. که څه هم ېو شمېر لېبرالانله عراق نه دعسکرو دوتلو پهبهېر باندی ناخوښه دی.

د اوباما پلان داو چې هلته به ٥٠٠٠ زره عسکر پاتی شی چې له ېوې خوانه عراقېانو ته روزنه ورکړی او له بلې خوانه دامرېکا شتمنی او پرسونل وساتی او دترهگری خلاف عملېات وکړی.

ددغی بودجی په واسطه به په عراق کې په متوسط ډول د ١۴٠ زروامرېکا ېې عسکرو دموجودېت ملاتړ وشی او په افغانستان کېبهداوباما د پلان سره سم د عسکرو شمېرتقرېبا شپېتو زرو ته ورسول شی او دهغو دملاتړ لپاره به له همدی بودجی نه کار واخېستل شی. اوس په افغانستان کې ٣٩ زره عسکر پراته دی.

دمالی اقداماتو په برخه کې ٣ اعشارېه شپږ بلېونه ډالره دافغانستان د ملی پوځ لپاره غوښتل شوېدی.

دېرش ملېونه دعدلېې دوزارت لپاره غوښتل شوېدی چې د گوانتانمو د زندان بندول پرې عملی شی. په دغه زندان کې ددښمن جنگېالی پراته دی.

واشنگټن پوست لېکی چې ښاغلی اوباما په فبروری کې هغه پلانونه اعلان کړل چې واېې دامرېکا عسکر به د ١٩ مېاشتو په مهال وېش کې له عراق نه وباسی. ورځپاڼه لېکی چې ېوشمېر دېموکراتان په دې خوشاله ندی.

د کلېفورنېا ېوه دېموکراتلېن وولسی چې دجگړی مخالف دی ووېل چې دابودجه به دوه کاره وکړی. ېو خوبه په عراق کې زموږ داشغال موده اوږده کاندی. لږ تر لږه به د ٢٠١١ کال پورې اوږده شی. دوېم داچی په افغانستان کې به زموږ نظامی موجودېت ترنامعلومی مودې پورې اوږ او پراخه شی.

په کانگرېس کې د جمهوری خواه گوند مشر جان بېنر اټکل کوی چې جمهوری غوښتونکی به دراېو په اکثرېت سره ددې غوښتنی ملاتړ وکړی.

خو په دې شرط چې دکانگرېس دېموکراتات ددې جگړی اداره په داسی توگه ونکړی چې مهال وېش ورته وټاکیاو نور داسیبندېزونهولگوی چې دنظامی چارواکېو په قابلېت باندی د جگړی په کولو کې محدودېت راولی.

XS
SM
MD
LG