د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په مرستو باندی د شراېطؤ د لگولو په برخه کې امرېکا ته خبرداری ورکوی


پاکستان په مرستو باندی د شراېطؤ د لگولو په برخه کې د امرېکا ېوه با نفوذه سناتور ته خبرداری ورکوی چې پکارده واشنگټن په هغو مرستو باندی شراېط وضع نکړی چې توقع ده پاکستان ته ېې ورکړی.

دغه سناتور اوس پاکستان ته په سفر تللی دی. د پاکستان د صدر اعظم ېوسف رضا گېلانی دفتر ددوشنبی په ورځ سناتور جان کېری ته ووېل چې هغه مرسته چې ډېرشراېط ورپوری تړل شوی وی، دا کامېابی به لاسته رانه وړی چې هغه مطلوبه نتېجه او حسن تفاهم به لاسته راوړی چې ددغی مرستی دورکولو لپاره په نظر کې نېول شوېدی.

سناتور جان کېري د امرېکا د خارجی اړېکو د قدرتمنی جرگه گۍ مشر دی، د هغی مصوبی ملاتړ ېې کړېدی چې غېر نظامی مرستی به د پاکستان لپاره درې چنده کړی.

ددغی مصوبی پر بنا به پاکستان ته د کال ېونېم ملېارد ډالره.

سناتور جان کېری د پاکستان له صدر اعظم ېوسف رضا گېلانی او د پاکستان له جمهور رئېس اصف علی زرداری سره ددوشنبی په ورځ ملاقات وکړ.

رپوټ واېې چې امرېکا او پاکستان په شمېر مهمو مساېلو باندی لکه د افراطېت خلاف جگړی په برخه کې خپل سخت اختلافات څرگند کړېدی.

د امرېکا چارواکی واېې چې پاکستان دېته ضرورت لری چې د افراطېانو خلاف، په قبېلوی سېمو کې چې د افغانستان سرحد ته نېژدی پرتی دی، سخت اقدامات وکړی.

او له سرحد نه د افراطېانو در ا اووښتلومخه ونېسی. امرېکا هم د پاکستان د استخباراتو د ادارې په برخه کې اندېښنی څرگندی کړېدی.

رپوټ واېې چې دغه اداره دهغو افراطی ډلو د ملاتړ کولو تارېخ لری چې په افغانستان او جنجالی سېمه کشمېر کې عملېات کوی. خو پاکستان له دېنه انکار کوی چې ددوی د استخباراتو اداره اوس هم له هغوی سره مرسته کوی.

پاکستان په ښکاره باندی د امرېکا له خوانه د بې پېلوټه الوتکېو د توغندېو په اورولو باندی اعتراض کړېدی. پاکستان واېې چې دغه حملی د پاکستان د خاوری تمامېت ته تاوان رسوی او د پاکستان خلک ېې په غوسه کړېدی.

XS
SM
MD
LG