د لاس رسي وړ اتصالات

تایلنډ کې نوروز او سختې مظاهرې


دوشنبېپه تایلنډ کې د کال لومړنۍ ورځ وه. په عنعنوي ډول په دغه ملک کې د کال لومړنۍ درې ورځې رخصتي وي. خلک په دغو ورځو کې د خوراکي موادو په اخیستلو، د نورو موادو په اخیستلو او سفر باندې ډیرې پیسې مصرفوي.

خو دا وخت روانې کلنۍ رخصتۍ او په مجموع کې د تایلنډ اقتصاد په ملک کې د مظاهرو له آمله زیانمن شوی دی.

دغه مظاهره چیان د تایلنډ د صدراعظم ابهسیت ویجاجیوا د استعفی غوښتنه کوي.

د همدغو مظاهرو له آمله د شنبې په ورځ د سیمې د هیوادونو یا اسیان د مشرانو غونډه چې ټاکل شوې وه بنکاک ته نږدې د پټایا په ښار کې وشي، لغوه شوه.

د تایلنډ حکومت له له همدې آمله په ملک کې بیړنی حالت اعلان کړی و او د آسیان د غونډې لپاره راغلي مشران د هليکوپترو په واسطه له ښا نه و ایستل شول.

په تایلنډ کې دغه مظاهره چیان د ملک د پخواني صدراعظم تاکسین شینواترا ملاتړ کوي، دوی وايي، دغه اوسنی حکومت غیر مشروع دی او ددې غوښتنه کوي چې له سره باید انتخابات وشي.

په بنکاک کې د چلالن کورن په پوهنتون کې د اقتصاد پروفیسر سمفاب منارنسنوايي، دغه مظاهرې به د ملک کمزوری اقتصاد نور هم کمزوری کړي.

"تاسو پوهیږئ موږ د نړیوال مالي بحران له آمله ډیر زیانمن شوي یو. هم په اصلي سکتور کې او هم د تولیداتو د صادرولو په برخه کې. او اوس به د ملک د اقتصاد ډیرې نورې مهمې برخې ددغه ډول یوه مشکل له آمله زیان ویني. زه فکر کوم چې دا به د تایلنډ د اقتصاد لپاره ډیره سخته تمامه شي".

یوه سخته ضربه د تایلنډ گرځندوی ته رسېدلې ده. په تیرو څو ورځو کې د نړۍ څو ملکونو تایلنډ ته د سفر په اړه د خطر خبرداری ورکړی.کړی دی. دا خبرداری په داسې حال کې خپریږي چې د تایلنډ د گرځندوی اداره د هغو زیانونو جبیره کوي چې تیر کال د پخواني صدراعظم تاکسین شینواترا پر ضد د مظاهرو له آمله ور رسېدلي وو او د بنکاک هوايي میدان د څو ورځو لپاره تړلی و.

سټار پورن سینها په تایلنډ کې د گرځندوی یو چارواکی دی. دی وايي، مظاهرې د یوه ملک گرځندوی ته سخت زیان رسوي.

"ددې نتیجه د تایلنډ د گرځندوی لپاره زیانمنه ثابتیږي او د سیلانیانو د راتگ مخه نیسي. ډیر نړیوال سیلانیان په دې بې اعتماده کیږي چې تایلنډ د ورتگ لپاره خوندي ځای دی".

سټارپون پیش بیني کوي چې سږ کال به تایلنډ ته د راتلونکو سیلانیانو شمیر لس فیصده دریمه برخه راکم شوي او له لس میلیونونو نه به یې هم شمیر راولویږي. دوی اندېښنه ښيي چې له دې آمله به د صدراعظم ابهسیت ویجاجیوا هغه پلان هم زیانمن شي چې غواړي د اقتصاد د ودې لپاره جدي اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG