د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا به د پاکستان سره په ملیاردونو ډالره مرسته وکړي


امریکا غواړي د پاکستان د اقتصادي ثبات تعلیم او نورو حکومتي برخو د پرمختگ لپاره په ملیاردونه ډالره مرسته ورکړي.

امریکایي سناتور جان کیري د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې و او د جمهور رئیس اصف علي زرادري او نورو جگپوړو پاکستاني چارواکو سره یې ولیدل.

کیري چې د امریکا په سنا مجلس کې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رئیس دی غیر پوځي مرستو یو بیل ورسره دی چې پاکستان ته د کال یونیم ملیارد ډالره مرسته د لسو کالو په موده کې ژمنه کیږي خو پدې شرط چې دا هیواد د وسله والو تندلارو په له منځه وړو کې پوره کار وکړي.

د پاکستان صدر اعظم یوسف رضا گیلاني د امریکا وغوښتل چې په پاکستان د ثبات راتلو او ښه پایلو په هیله دی یوازې پرمالي مرستو اتکا نه کوي.

بل پلو، نړیوال بانک د دوشنبې په ورځ وویل چې د پاکستان په اړه په همدې اونۍ کې په توکیو کې د جوړیدونکي مرستندویه کنفرانس لخوا ښایې د پاکستان سره د څلورو نه تر شپږو ملیاردو ډالرو مالي مرسته وشي.

د نړیوال مرستیال وویل دا مرستندویه کنفرانس په توکیو کې د جمعی په ورځ پیل کیږي چې د پاکستان متحدین به د خبرو ترڅنگ تر څلورو ملیاردو ډالرو مرستې اعلان هم وکړی.

د پاکستان جمهور رئیس اصف علي زرداري به پدې کنفرانس کې د پاکستاني پلاوي مشري وکړي.

XS
SM
MD
LG