د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د اهل تشیع د یو نوي قانون پر ضد او پلوۍ مظاهرې


د اهل تشیع د شخصي احوال قانون چې څه موده وړاندې د افغانستان د حکومت له خوا خپور شو په نړۍ کې یې کڼ غبرګونونه را وپارول.

نن هم په کابل کې د دې قانون پر ضد او پلوي مظاهرې ترسره شوې.

د شیعه گانو د شخصي احوال د قانون د لانجې پر سر نن په کابل کې د خاتم الانبیاء د مدرسې مخ ته په سلګونو د قانون مخالفو او موافقو شیعه ښځو او نارینو لاریون وکړ.

پدغه لاریون کې چې تر ډېره کچه د قانون موافق لاریون کوونکي را ټول شوي وو، هغه خلک یې غندل چې د شخصي احوال د قانون مخالفت کوي.

دوی شعارونه ورکول چې دا قانون یې د ټولنیز ژوند لپاره ګټور دی او د دین له اساساتو سره یې تطابق لري. لاریون کوونکو له نړیوالې ټولنې غوښتل چې دوی دې د خپلو قوانینو تطبیق ته پرېږدي.

لاریون کوونکې فرزانې اشنا تلویزیون ته وویل چې دا قانون د ښځو د له سیکالوجې او فطرت سره اړخ لګوي.

خو د خاتم الانبیاء مدرسې مخ ته هغه ښځې هم راغونډې شوې وې چې د شخصي احوال له دې قانون سره مخالفې دي. دوی وايي چې پدې قانون کې داسې مادې شته چې د ښځو د حقوقو مدافعینو ته د اندېښنې وړ دي.

د قانون دغو مخالفو لاریون کوونکو ته د سړو لاریون کوونکو له خوا ان تېزې خبرې کېدې او له دوی غوښتل چې د شخصي احوال له قانون سره مخالفت نه کوي.

د خاتم الانبیاء مدرسه چې په کابل کې د اهل تشیع ستره مدرسه ګڼل کیږي، ددې مدرسې د جعفري فقهې علماء بیا د شخصي احوال دا قانون له شریعت سره برابر بولي. د جعفري فقهې عالم حسن جعفري وايي دا قانون ټولو ته د منلو وړ دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ ویندوی همایون حمید زاده وویل چې ددی لانجې د حل لپاره کارونه روان دي. دا قانون ۴ فصله او ۲۵۳ مادې لري. تر دې وړاندې د نړۍ څو مشرانو پدې اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.

XS
SM
MD
LG