د لاس رسي وړ اتصالات

د سریلانکا عسکرو بیا د تامل د یاغاینو په خلاف خپل عملیات شروع کړی دی


د رارسېدلو راپورونو په اساس د سرېلانکا حکومت عسکرو بېا د تامل د ېاغاېنو په خلاف خپل عملېات شروع کړی دی. ېو موقتی اوربند چه دواړو خواو پری موافقه کړی وه نن ختم شو.

د ېاغاځانو ېوه طرفداره وېپ پاڼهواېې چه د جنگ په صحنه کی دواړو خواو ېو په بل باندی د درندو وسلو ډزی وکړی او په لسهاو زره ملکی خلک په ډزو کی راگېر شوی دی.

د دوشنبی په ورځ سرېلانکا حکومت موافقه کړی وه چه د جنگ د صحنی نه د ملکی خلکو د وتلو په خاطر د تامل پړانگانو په خلاف خپل عملېات معطل کړی، خو را رسېدلی راپورونه واېې چه د تېرو دوو ورځو په دوران کی ډېر کم خلک د جنگ د سېمی نه راوتلی دی.

د سرېلانکا حکومت د پړانگانو دا وړاندېز رد کړی دی چه د نړېوال نظارت او څارنی لاندی دې حکومت ورسره ېوه داېمی اوربند ته غاړه کېږدی.

حکومت دا الزام لگوی چه ېاغېان اصلا غواړی د موقع نه په استفاده وسلی را جمع کړی او بېا جنگ شروع کړی.

د سرېلانکا پوځ واېې چه ېاغېانو دماتېدلو په حال کی دی. په دی جنگ کی دتېرو پنځو وېشتو کلونو په دوران کی اوېا زره خلک وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG