پاکستاني مامورین وایی نن پهجنوبي وزیرستان کې دری کسان هغه وخت ووژل شول او پنځه تنه نور ټپي شول چې یوی مشکوکې بی پیلوتی الوتکی د سخت دریځو پر یوې ځالی باندی بریدونه وکړل.
جنوبي وزیرستان د پاکستاني طالبانو د مشر بیت الله مسعود تر کنترول لاندی سیمه گڼل کیږی. پر بیت الله مسعود باندی د پاکستان د پخوانئ صدراعظمې بینظیر بوتو د وژنی تور لگول شوی دی.
بل پلو، د پاکستان په سوات کی د اسلامي قوانینو د نافذیدو وروسته چې د پاکستان چارواکو د اسلامي ډلو سره دمعاملې په ترڅ کې موافقه وکړه، د سیمېاوسیدونکي اوس هڅه کوي چی خپل ورځني معمولي ژوند ته په نورماله توگه دوام وکړي.
په سوات کی وروسته له هغه چی د پاکستان جمهور رئیس اصف علي زرداري پدې سیمه کی اسلامي قانون لاسلیک کړ، اوس ښوونځي بیا پرانستل شوی دی.
دا د هغې ستراتیژۍ یوه برخه ده چی هدف یی په همدې سیمه کی د طالبانو د تشدد، بریدونو او تباه کاریو مخه ونیول شي.
د همدی تاوتریخوالو په نتیجه کې په سیمه کیښونځیو ته د نجونو تگ منع و او د نجونو شاو خوا دوه سوه ښوونځی وسوځول شول.
اوس ولایتي حکومت غواړي چې د ښوونځي د ویجاړی ودانی مخی تهپه کیږدیو کی زده کونکو ته د سبق په پیلولو د عادي ژوند بهیر بیرته پیل کاندي.