د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالرحیم وردک: سږني کال له ګواښونو سره مل دي


د افغانستان د دفاع وزارت او د ایساف د ځواکونو چارواکي وايي، د جمهوري ریاست راتلونکو ټاکنو ته یې د پراخ امنیتي تدابیرو پلانونه نیولي او په ټولو ولایتونو کې به امنیتي مراکز ایجاد کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت او د ایساف د ځواکونو چارواکي وايي، د جمهوري ریاست راتلونکو ټاکنو ته یې د پراخ امنیتي تدابیرو پلانونه نیولي او په ټولو ولایتونو کې به امنیتي مراکز ایجاد کړي.

ددفاع وزیر ستر جنرال عبدالرحیم وردک د ایساف د ځواکونو له قومندان جنرال ډیویډ مکرنن سره یو ځای یوه خبري کنفرانس ته وویل چې سږنی کال له ګواښونو سره مل دی او مهمې اندېښنې د ټاکنو پر مهال دا دي چې کېدای شي وسلوال مخالفین د ټاکنو پر مهال د رایو پر مرکزونو بریدونه وکړي او یا هم کاندیدان تر هدف لاندې ونیسي.

ولې رحیم وردک په ډاګه وویل چې دوی به دا اندېښنې لري کړي. د ایساف د ځواکونو قومندان هم د ټاکنو امنیت مهم وګاڼه.

ډیویډ مکرنن دې پوښتنې ته په ځواب کې چې امریکا د طالبانو راډیوګانې او ویبپاڼې له منځه وړي وویل، چې دا کار دوی کوي او په دې اړه یې کار پیل کړی. هغه وویل د طالبانو دا ویبپاڼې خلک ویروي او باید له منځه یووړل شي.

جنرال میکرنن د افغانستان خلکو ته یو پیام هم درلود:

"زه غواړم هغو ته چې دغوخبرو ته یی غوږ نیولای دی ووایم چې هره هغه ورځ چې زه یی په افغانستان کی تیروم، ددغه هیواد خلکو ته زما درناوی زیاتیږي او زه د هغوی سره د تیرو دیرشو کلونو په ترڅ کی د دردونو او هغو رنځونو چی دوی گاللي دی، همدردي څرگندوم.

زه د یوه امریکایی او د ناتو د قواو د قوماندان په توگه غواړم ووایم چې مونږه د افغانستان د سوکالې راتلونکی دپاره متعهده یاستو او غواړو چی دوی سوله او امنیت نه بهره من شي. مونږ غواړو چی ماشومان مکتبونو ته لاړ شي، د کرهنې په ډگر کی بریالي اوسي او وکړای شي چی خپلو کورنیو ته نفقه برابره کړي او کا راو روزگار ولري.

غواړو چی د اوبو سیستم وده وکړي او په سرحدي کرښو باندې هم پوره امنیت تامین وي. مونږ به د پولیسو او ملی ارود د وروڼو روزنی ته هم مټې ونغاړو او غواړو چې خلک پدې پوه شي چې مونږه د خپل وجود ذره ذرې سره د هغوی د هوساینې دپاره متعهده یاستو."

XS
SM
MD
LG