د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د فراه په ښار کې پنځه پولېسان ووژل


په افغانستان کې د فراه ولاېت چارواکی واېې چې طالبانو د پولېسو په ېوه مامورېت باندی ناڅاپی برېد وکړ او پنځه پولېسان ېې ووژل.

چارواکی واېې چې دا برېد د شنبی په ورځ د شپی له خوانه د فراه د ښار په بهرنی برخه کې وشو. رپوټ واېې چې دافغانستان چارواکی ددې پېښی تحقېقات کوی.

رپوټ واېې چې په ېوه بله پېښه کې دامرېکا په مشری داېتلاف قواو دوه افراطېان هغه وخت ووژل چې د گزمی په وخت کې پرهغوی ډزې وشوې.

رپوټ واېې چې دامرېکا چارواکی توقع کوی چې په افغانستان کې مرگ ژوبله په راتلونکېو مېاشتو کې زېاته سی ځکه چې امرېکا خپل عسکر په دغه هېواد کې زېات کړېدی.

دامرېکا جمهور رئېس براک اوباما اعلان کړېدی چې افغانستان ته به ٢١ زره نور عکسر او نظامی ښوونکي ولېږی. داد هغه د نوی ستراتېژی ېوه برخه ده چې له ېاغی طالبانو سره په افغانستان کې څنگه جگړه پر مخ بوزی.

XS
SM
MD
LG