د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د امرېکا گانو په سر مشرېزه غونډه کې دېپلوماتېک پرمختگ وکړ


د امرېکا گانو سر مشرېزه غونډه د ېکشنبی په ورځ په ترېنېداد او توباگو کې پاېته ورسېدله. په امرېکا کې دنورو هېوادونو مشرانو د جمهور رئېس اوباما هغه هلې ځلې وستاېلی چې په دې برخه کې ېې کوی چې له سېمه ئېزو مخالفېنو سره خپلې اړېکی ښې کاندی.

د غربی نېمی کرې دهېوادونو په سر مشرېزه غونډه کې براک اوبامااو د وېنزووېلا جمهوررئېس هوگېو شاوېز چې له ډېر پخواراهېسی د امرېکا پر پالېسېو انتقاد کوی، په ېوه مجلس کې سره ېوځاې کړل.

په غربی نېم کره کې د شمالی امرېکا، جنوبی امرېکا او مرکزی امرېکا هېوادونه شامل دی. د شنبی په ورځ ښاغلی شاوېز له براک اوباما سره ستړی مشی وکړه او هغه ته ېې ېو کتاب ورکړ.

دغه کتاب د لاتېنی امرېکا په برخه کې معلومات ورکوی چې خارجېانو څنگه استثمار کړېده.

دوېنزووېلا مشر هوگو شاوېز دا وړاندېز هم وکړ چې واشنگټن ته سفېر ور ولېږی او له امرېکا سره خپلې اړېکی بېرته عادی کړی.

دواړو هېوادونو د تېرکال د سېپتمبرپه مېاشت کې دېوبل استاځی له خپل هېوادنه واېستل. ښاغلی شاوېز له براک اوباما سره هغه وخت داړېکو ټېنگولو کو شش وکړ چې براک اوباما غږ وکړ چې له کېوبا سره به د امرېکا په اړېکو کې ېو ه نوی لاره پرانېزي.

کېوبا د وېنزووېلا نېژدی انډېوال هېواد دی. ښاغلی اوباما ووېل چې امرېکا غواړی له کېوبا سره په خپلو اړېکو کې بدلون راولی. خو ددې ترڅنگ غواړی چې په دغه کمونېست هېواد کې دېموکراتېک بدلونونه هم راشی.

کېوبا دامرېکاگانو په دغه سر مشرېزه غونډه کې نه وه شامله. ښاغلی شاوېز او نور و مشرانو په دغه سر مشرېزه غونډه کې پر براک اوباما فشار واچاوه چی په کېوبا باندی دامرېکا تجارتی بندېزونه ختم کړی.

په دې تېره اونی کې براک اوباما کېوبا ته د سفر کولو او دامرېکا ېې کېوباېانو له خوانه کېوباته د پېسو لېږلو بندېزونه لېری کړل.

پر سېاست سر بېره په دغه سر مشرېزه غونډه کې، دامرېکاگانو سېمه ئېزو مشرانو په دې باندی بحث وکړ چې خپل اقتصادی په څه ډول بېرته راژوندی کړی، تجارت ته دوام ورکړی او د نړېوال مالی جنجال مخه څنگه ونېسی چې ددوی په هېوادونو کې د غربت اوناداری نوره هم زېاته نکړي.

XS
SM
MD
LG