د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په ورځپاڼو کی: په افغانستان او پاکستان کی د توندروانو د حملو د زیاتېدلو په باب


په افغانستان کی د توندروانو د حملو د زیاتېدلو سره په پاکستان کی هم د توندروانو د نفوذ د زیاتېدلو په باباندېښنې پیدا سوي دي.

په دې لړ کی د میا می هیرالډ ورځپاڼی د شنبې د روځی په گڼی کی یو مضمون خپور کړی دی اودغه راز د اې ایف پی خبری اژانس وایی دافغانستان مقاماتو د پاکستان د حکومت او توندروانو ترمنځ د موافقېله امله اندېښنه ښودلې او دغه موافقه یې دافغانستاناو سیمی دپاره خطرناکه بللې ده. موږبه د دواړو مطالبو خلاصه درته وړاندی کړو.

د میامی هیرالډ ورځپاڼه وایی د متحده ایالاتو د دفاع د وزرات مقاماتو، استخباراتو او ډیپلوماټیکو مقاماتو داسی نتیجه اخیستې ده چی د دې چندانی تمه نه سی کېدلای چی په اټومی وسلو سمبال پاکستان دي د توندرو اسالامی جنگ سالارانو او ټروریسټانو ترمنځ د وېشل کېدلو څخه را وگرځول سی.

دا هغه ټروریسټان دي چی د سپټامبر د یوولسمی د پېښو څخه مخکی یې تر هغو ټروریسټانو چی په افغانستان کی یې مرکزونه جوړ کړي وه متحده ایالاتوته زیات خطر متوجه کړی وو. د متحده ایالاتو یوه استخباراتی مامور، چی د پاکستان د چارو په باب ډېری زیاتی تجربې لری، وویلدا داسی یوه فاجعه ده چی د اېران د انقلاب سره مساويبلل کېدلای سی.

د میامی هیرالډ ورځپاڼه لیکی که پاکستان، چی القاعده او نور ټروریسټان پکښی اوسېږی، د جنگ سلارانو د نفوذ پر ساحو ووېشل سی دا به د په افغانستان کی د متحده ایالاتوپه رهبری امنیت د ټینگولو کوښښونو، په هند کی د امنیت د ټینگولواود فارس د خلیج او مرکزی اسیا د چارو د سمبالولو په لاره کی ځکه جدی ستونزي منځته راوړی چی پاکستان اوس د اټومی وسلو څښتن دی.

د میامی هیرالډ ورځپاڼه د اسټرالیا د یوه متقاعد پوځی صاحب منصباو د متحده ایالاتو د خارجه وزارت د یوه پخواني سلاکار ډېویډ کوچنر له قوله لیکی چی پاکستان ١٧٣ میلیونه نفوس او سل اټومی بمونه لری، د پوځیانو شمېر یې تر متحده ایالاتو زیات دی او د هیواد له دریو برخو څخه یې دوې برخی یې، چی حکومت کنټرول نه پکښی لری، د القاعدهد مرکزونه ځاله ده .

د میامی هیرالډ ورځپاڼه د متحده ایالاتو دیوه استخباراتی مامور له قوله، چی دنامه د نه یادولو په شرط یې خبری کولې، لیکی چی پاکستان د افغانستان په څېر وروسته پاته،گوښه او په وچه کی را گیر هیواد نه دی چی خارجیانو په پېړی کی یو ځل علاقه ورسره پیدا کړې ده.

بلکه پاکستان یو پر مخ تللی هیواد دی، د هند په سمندر کی یو مهم بندر لری او د فارس د خلیج په څېر بهرنی نړۍ سرهاړېکی لری، چی افغانستان هیڅ وخت نه درلودل.

د متحده ایالاتو دغه استخباراتی مامور زیاته کړه چی پاکستان له دغه امله متحده ایالاتله یوې لویی فاجعې سره مخامخ کولای سی. دی وایی له کراچی څخه تر کندهار او کابل پوری به د امریکا اډو ته د اکمالاتو لاري بندي سي او یا به یې امنیت ډېر خراب سی او دا لاری ښایی ډېر وروسته نه بلکه ژر بندي سي او په دې توگه به په په افغانستان کی د متحده ایالاتوماموریت، چی اوس ورځ په ورځ پراخېږی، له خطر سره مخامخ سی.

د میامی هیرالډ ورځپاڼه واییهغه ماهران چی مرکې ورسره سوي دي وایی دویفکر نه کوی چی هر څه به داسی گډ وډ سی چی هیڅ چاره به یې نه کېږی مگر پر هغو واقعیتونو هم سترگی نه سی پټولای چی اوس حاضر ورسره مخامخ دي ځکه چی دوی د سر په سترگو ورته گوری چی توندروان ورځ په ورځ غښتلی کېږی او د پاکستان ملکی او پوځی مشران سم جواب نه سی ورکولای.

د میامی هیرالډ ورځپاڼه د متحده ایالاتو د دفاع دوزارت د یوه سلاکار له قوله چی د نامهدنه یاودلو په شرط یې خبری کولې وایی پاکستان اوس داسی حالت ته رسېدلی دی چی چندانی یې چاره نه سی کېدلای.

دی واییماته داسی نه ښکاری چی اوسنی حکومت او یا به هغه حکومت چی د اوسني حکومت ځای به ونیسی داسی امکانات په لاس کی ولری چی اقتصاد دي پر پښو ودروي او داسی سیاسی او امنیتی اقدامات دي وکړی چی اوسنی ناکراری دي ختمي او یا کمي کړی.

دی واییزه فکر کوم پاکستان د داسی وضع خواته روان دی چی د هیواد اطراف به ټول د افراطیانو لاس ته ورسی او حکومت به یوازی د ښاري مرکزونو کنټرول ولری. که دغه وضع لس کاله نور دوام وکړي نو زه فکر کوم چی حکومت به د اسلامی توندروانو لاسته ورسی.

د بلی خوا د اې ایف پی خبری اژانس وایی افغانستان خبرداری ورکړی دی چی دپاکستان دغه اقدام به ، چی طالبانو ته یې اجازه ورکړې ده چی د هیواد په ځینو برخو کی اسلامی شریغت جاری کړي، د سیمی دپاره ډېري جدي ستونزي پیدا کړي او د گاونډیانو سره به د هغه هیواد اړېکو ته صدمه ورسوی.

د افغانستان د جمهور ریس حامد کرزي نطاقهمایون حمید زاده وویل موږ د پاکستان له داخلی چارو سره غرض نه لرو مگرداسی اندېښنه موجوده ده چی ټروریسټانو ته د پاکستان د ځینو برخو سپارل کېدل په اوږده موده کی خطرونه لری.

د اې ایف پی خبری اژانس د ښاغلي حمید زاده له قوله لیکی چی د ټروریسټی ډلو سره هر ډولموافقهزموږ پر هیواد او خلکو باندی منفی اغېزه لری نو موږ د پاکستان له مقاماتو څخه غواړو چی مخکی له هغه چی دغه موافقه عملی سی پر هغې باندی له سره غور وکړی.

XS
SM
MD
LG