د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: افغان سرحد ته نږدې مو ٢٠ افراطیان وژلي


د پاکستان چارواکی واېې چې پوځ په هغه کمپ باندی چې د طالبانو له خوانه اداره کېده او د افغانستان سرحد ته نېژدی و، ناڅاپې برېد کړېدی او شل تنه ېې وژلی دی.

رپوټ واېې چی پوځ ددغه مرکزپه تخرېبولو کې له گنشپ هېلېکوپټرونو نه کار واخېست. دغه کمپ د اورکزېو په علاقه کې غلجو ته نېژدی پروت و.

ددغه مرکز قوماندان د طالبانو جگپوړه قوماندان حکېم الله مسعود و. د سېمی اوسېدونکی واېې چې حملی ددوشنبی په ورځ هم دوام درلود.

دا عملېات وروسته له هغه نه وشول چې د شنبی په ورځ په هنگو کې ېو موټر بم وچول شو او ٢٥ کسان پکی ووژل شول. زېاتره ېې د پاکستان عسکر اوپولېس وو.

حکېم الله مسعود ددغی حملی مسولېت په غاړه اخېستی و. هغه وېلی وو چې داځان مرگه برېدد امرېکا د بې پېلوټه توغندېو د حملو په مقابل کې شوېدی.

حکېم الله مسعود د بېت الله مسعود همکار دی.

رپوټ واېې چی په بېت الله مسعود باندی دا تور لگېدلې دی چې د پاکستان دپخوانی صد راعظمې بې نظېر بهوټو په قتل کې ېې لاس درلود.

XS
SM
MD
LG