د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: په ټول پاکستان کې شریعت نافذوو


د نړۍ ډیرو مطبوعاتو نن د پاکستان د طالبانو د تازه گواښونو په اړه مقالې لیکي چې وايي، په ټول پاکستان کې به شریعت نافذ کړي.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، یکشنبې د سوات په دره کې یوه بله د خطر نه ډکه ورځ پیل شوه. د ځايي طالبانو مشر چې له ایالتي حکومت سره یې د سولې تړون امضا کړی، خپل نوی پلان اعلان کړی او ادعا کوي چې د قبایلو په ټوله سیمه او په ټول پاکستان کې به شریعت نافذ کړي.

رپوټ وايي، مولانا صوفي محمد په سوات کې خپلو زرگونو پلویانو یوې غونډې ته خبرې کولې. دغه خبرې د پاکستان راډیو تلویزیونونو په مستقیم ډول خپرولې.

مولانا صوفي محمد د پاکستان د اساسي قانون او قضايي نظام کلک مخالفت وکړ او ویې ویل، د سه شنبې په ورځ جمهور رئیس د ورسره د سولې تړون امضا کړ چې له مخې یې په سیمه کې شریعت نافذ وي او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې حکومتي محکمو ته ورشي.

مولانا صوفي محمد وویل: قرآن وايي، د یوه کفري سیستم ملاتړ کول لویه گناه ده". هغه وویل، په سوات کې به ټول غیراسلامي عنعنې او قوانین له منځه وړي او له حکومت سره د سولې تړون به دې ته لاره هواره کړي چې په نورو سیمو که به هم شریعت نافذ کړي.

واشنگټن پوسټ وايي، د صوفي محمد ددغو خبرو سره په عین وخت کې، په پایتخت اسلام آباد کې د لال جومات امام مولانا عبدالعزیز له دوه کاله زندان تیرولو وروسته د جمعې په ورځ یو ځل بیا په دغه جومات کې خپلو په زرگونو قهرېدلو ملاتړ کوونکو ته وویل چې په ملک کې د شریعت د نافذولو لپاره جهاد پیل کړي.

ورځپاڼه وايي، دغه ویناوې ښيي د طالبانو تر لاس لاندې قبایلي سیمې او پایتخت اسلام آباد کې راډیکال مذهبي عناصر قوت پیدا کوي او مرکزي حکومت ته یې یو جدي خطر متوجه کړی دی.

واشنگټن پوسټ د قاعد اعظم د پوهنتون د امنیتي چارو د پروفیسر رفعت حسین خبره را اخیستې ده. هغه وايي: "حکومت ډیره لویه اشتباه وکړه چې ددغو خلکو تگلارې ته یې رسمي بڼه ورکړه.

اوس دوی دې ته تیار دي چې د پاکستان مرکزي سیمو ته مبارزه وغځوي". رفعت حسین وايي، ددې امکان شته چې په پاکستان کې ورځنۍ ځانمرگې حملې تر دې هم زیاتې شي.

ورځپاڼه لیکي، د سیمې لپاره د امریکا خاص استازي ریچارډ هالبروک له سي.این.این تلویزیون سره په مرکه کې وویل، د سولې له تړون سره سره پر جگړې باندې د افراطیانو ټینگار دا معنی لري چې دغو عناصرو ته د ځمکو پرېښودل د حل لاره نه ده چې دوی اسلام آباد او د پنجاب نورو گڼ میشتو سیمو ته ځان نږدې کوي.

واشنگټن پوسټ لیکي، د یکشنبې په ورځ په جنوبي وزیرستان کې د طالبانو پر یوه مرکز باندې د مشکوکو بې پیلوټه امریکايي الوتکو په حمله کې درې تنه ووژل شول.

ورځپاڼه وايي، طالبان خپل لور ته د خلکو په جذبولو او د امریکا ضد تبلیغاتو کې همدغو حملو ته اشاره کوي او د یوې وسیلې په توگه یې کاروي.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، مرکزي حکومت په سوات کې وروسته له هغه د صوفي محمد غوښتنو ته غاړه کیښوده چې پوځ ونشو کړای چې په میاشتو میاشتو عملیاتو کې په دغه دره کې د طالبانو خوځښت آرام کړي.

د سوات اوسېدونکو په دې وروستیو ورځو کې مطبوعاتو ته ویلي، وسله وال سړي چې تور پټکي یې پر سرونو دي، مشکوک غله عام محضر کې په دُرو وهي، د هغو کلیوالي مشرانو پوزې او غوږونه ور پرې کوي چې د طالبانو مخالفت یې کړی وي او داسې ویډیو کسیټونه خرڅوي چې پولیس پکې ښودل کیږي چې سرونه یې ور پرې کوي.

واشنگټن پوسټ لیکي، عوامي نیشنل گوند چې مذهبي تاریخچه لري، خو په سیمه کې یې د شریعت د نفاذ د تړون ننگه کړې ده. ددغه گوند د سوات یو تن نماینده جعفر شاه وايي:

"موږ په رښتیا هم بله لاره نه لرله. موږ ددې توان نه درلود چې د افراطیانو په خلاف ودریږو او خلکو بې صبرانه د سولې انتظار کاوه". جعفر شاه وویل، اوس خلک دوی ته بې ږیري طالبان وايي او په ډیر افسوس یې وویل، موږ ته همدا یوازنۍ چاره پاتې وه.

واشنگټن پوسټ لیکي، داسې رپوټونه خپریږي چې طالبان د سوات جنوب او لویدیځ نورو کلو او ولسوالیو ته هم ننوتي دي، خلکو ته یې تور برېښ کړی، ځینې ودانۍ یې په بمونو الوزولي، خیریه کارکوونکي یې نیولي او ځنیې ښځینه کارکوونکي یې وژلي دي.

رپوټ وايي، د طالبانو ویاند مسلم خان مطبوعاتو ته ویل: "کله چې موږ په یوه سیمه کې خپل هدف ته ورسیږو، نو بیا په نورو سیمو کې خپل هدف ته د رسیدو لپاره هڅه کوو".

دی وايي، شریعت موږ ته ددې اجازه نه راکوي چې که حکومت غیر اسلامي تگلاره لري، نو موږ دې وسله پر ځمکه کیږدو. دی وايي، اصلي هدف مو دا دی چې د خدای پر ځمکه باندې د خدای قانون پلی شي.

واشنگټن پوسټ لیکي، د مردان په ښار کې هم تندلارو د نجونو پر ښوونځیو حملې کړي، د کسیټونو دکانونه یې تړلي، نایانو ته یې ویلي چې د خلکو ږیري نه خرېيي او د یوې غیر حکومتي موسسې دفتر یې په بم الوزولی او یوه ښځینه کارکوونکې یې ور وژلې ده. د طالبانو مشرانو پر دغې موسسې تور لگولی چې ناروا تبلیغات یې کول.

ورځپاڼه لیکي، دا څو ورځې کیږي چې د بونیر ښار هم د طالبانو په لاس کې دی. دوی هلته د پیر باب زیارت تړلی او د کسیټونو دوکانونه یې سوځولي دي.

واشنگټن پوسټ لیکي، طالبان دغه سیمې ته د لاریو په یوه لوی کاروان کې ورننوتل، او هغې سیمې ته یې هم د خپلو وسلو زور ور وښود چې د پاکستان پوځ یې کلک امنیت نیولی دی.

واشنگټن پوسټ لیکي، د تعجب ځای دا دی چې د طالبانو ددغه تیز خوځښت په خلاف نه خو په رسمي ډول کوم عکس العمل ښودل کیږي او نه یې هم عام خلک مخالفت کوي.

ورځپاڼه لیکي، دا دوه علته لري، یو د عکس العمل نه ویره او بل په پاکستان کې مذهبي سخت دریځي چې پاکستانین چندا زړه نه ښه کوي چې پر خپلو نورو مسلمانانو انتقاد وکړي.

XS
SM
MD
LG