د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن بېرته کابل ته ستنه شوه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له سویلي افریقا نه بېرته کابل ته ستنه شوه. د کرکټ د ملي لوبډلې هرکلي ته په لسګونو مینه وال، د پارلمان ځېنې غړي او د المپیک چارواکي ورغلي وو.

د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان نوروز منګل اشنا تلویزیون ته وویل دی زیات خوښ دی چې افغان لوبډلې د ورځنیو سیالیو درجه ترلاسه کړې.

د لوبډلې بل لوبغاړي کریم صادق چې په مټ یې لوبډله لوړو بریو ته ورسېده وویل افغان لوبډله ددې وړتیا لري، چې د نړۍ پياوړې لوبډلې له ماتې سره مخ کړي.

د کرکټ د لوبډلې د نازونې لپاره د المپیک په جمنازیوم کې یو لړ ترتیبات نېول شوي وو، خو د پارلمان ځېنو غړو بیا پر چارواکو نېوکې کولې چې د اتلې لوبډلې یې پوره نازونه ونه کړه.

د سویلي افریقا په سیالیو کې د افغان لوبډ‌لې کپټان نوروز منګل، کریم صادق، حمید حسن، محمد نبي عیسی خېل، ریس احمدزی او سمیع الله شینواری زیات وځلېدل.

افغانستان په سویلي افریقا لوبو کې د ۲۰۱۱ کال د کرکټ نړیوال کپ ته د لارموندنې په وروستي پړاوو کې له یوولس نورو لوبډلو سره برخه لرله، که څه هم افغان لوبډلې نړیوال کپ ته لار پیدا نه کړه ولې د ورځنیو سیالیو درجه یې ترلاسه کړه چې زیاته ورته مهمه وه.

XS
SM
MD
LG