د لاس رسي وړ اتصالات

مولین د میدان وردگ ولایت ته تللی


د امرېکا د پوځ دلوی درستېزانو عمومی رېس افغانستان ته رسېدلی دی او غواړی چه د وردگو په ولاېت کی د امېنت وضع وگوری او هم د ابادئ پروژی ملاحظه کړی.

امېر البحر ماېک مولن نن د وردگو دوالی حلېم فداېې او ېو شمېر نورو مامورېنو سره وکتل او د امنېتی مساېلو، ابادئ د پروژو او د زراعت په ساحه کی د فعالېت په باب ېې ورسره خبری وکړی.

امېر البحر ماېک مولن هغه امرېکاېې عسکر هم معاېنه کړل چه څه موده مخکی د وردگو په ولاېتو کی دلومړي ځل لپاره ځای په ځای شوی دی.

د وردگو ولاېت کابل ته نژدی پورت دی او د طالبانو حملی په کی زېاتی شوی دی. د اوباما حکومت د افغانستان لپاره خپله نوی استراتېژی اعلان کړی ده چه هدف ېې دطالبانو په خلاف جنگ کول دی.

د دی پلان ېوه برخه داده چه ېووېشت زره اضافی عسکر او نظامی روزونکي افغانستان ته ولېږل شی تر څو په جنوب کی امنېت وساتی او د افغانستان د پوځ افرادو ته روزنه ورکړی.

همدا راز د امرېکا حکومت په افغانستان او پاکستان دواړو کې په ېو لړ پروژو باندی ډېری پېسی هم مصرفوی.

فعلا په افغانستان کی د امرېکا په شمول د ناتو د تړون اوېا زره عسکر جنگېږی خو د تېرو اتو کلونو په دوران کی وروسته ددی نه چه د طالبانو حکومت سقوط وکړ، په افغانستان کی د تشدد واقعات زښت زېات شوی دی.

XS
SM
MD
LG