د لاس رسي وړ اتصالات

لوگر او روزگان کې عملیات شوي


په افغانستان کی د امریکا اردو وایی چی ائتلافي عسکرو په بېلو بېلو پېښو کی دوه یاغیان وژلي او درې نور یې ژوندي نیولي دي.

په هغه بیانیه کی چی نن د پنجشنبې په ورځ خپره سوې ویل سوي دي چی افغان او ائتلافي قواو د روزگان په ولایت کی په هغو عملیاتو کی چی د یاغي طالبانو په مقابل کی یې وکړل دوه تنه ووژل.

له بلي خوا دغو گډو قواو کله چی د لوگر په ولایت کی د حقاني د تروریستي شبکې په غړو پسې گرځیدې چی پیدا یې کړي، درې مشکوک تروریستان په داسي حال کی ونیول چی د توپکو یو ډز لا هم ونه سو. د امریکا د اردو یوې بیانیې افغان قواوي په دې وستایلې چی ددې سیمي اوسیدونکي یې په دې قانع کړل چی ددوی د عملیاتو په وخت په آرامۍ سره د خپلو کورونو نه ووځی.

په افغانستان کی د امریکا او ناتو د قواو د عملیاتو مشر تورن جنرال مایکل ټکر پرون وویل چی اردو غواړي د ختیځو سیمو نه جنوبي سیمو ته توجه واړوي.

هغه د افغانستان په ختیځ کی د یاغیانو په مقابل کی په عملیاتو کی د پرمختگ ستاینه وکړه، خو ویې ویل چی د یاغیانو په سلو کی ٨٠حملې په جنوب کی کیږي.

XS
SM
MD
LG