د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا افغانستان ته د ملکي خدماتو لپاره احتیاط عسکر لیږي


د اوباما حکومت د افغانستان د پاره دخپلي نوي ستراتیژۍ په لړ کی د پنټگان نه غوښتي دي چی په سلهاو احتیاطي عسکر را جلب کړی چی په افغانستان کی ملکي خدمات تر سره کړی.

د امریکا ددفاع وزیر رابرټ گېټس پرون د پنجشنبې په ورځ په دې باب اندیښنه وښودله چی په افغانستان کی په هغه اندازه چی د عسکرو په لیږلو کی ژر زیاتوب راغلی دی، په ملکي ساحه کی هغه دومره چټک نه دی.

گېټس وویل چی اردو به کوشش وکړی چی احتاطي عسکر چی په ملکي چارو کی هم مهارت لري را جلب کړی او هغوی افغانستان ته واستوي او هغوی به تر هغو پوري ملکي خدمات تر سره کوي چی دبهرنیو چارو وزارت او نوري موسسې وکړای سی خپل خلک ورواستوي.

د امریکا ددفاع وزیر وویل چی امریکایي چارواکي په دې باندی کار کوي چی په افغانستان کی د پرمختگ اندازه معلومه کړی، چی په دې کی د افغان پوځ او پولیسو وده او اجراات، د مخدره موادو د قاچاق سره مبارزه او داچي ددغه قاچاق د پیسو نه څنگه د تروریزم د پاره استفاده کیږي او همداراز ملکي افغانانو ته د لویدزو ملکونو مرستي او د هغو نه استفاده کول شامل وي.

XS
SM
MD
LG