د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په پارلمان کې د پاکستاني طالبانو په اړه اندېښنې


د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن دویمه ورځ هم په کانگرس کې د پاکستان په وضعې او د اوباما په ستراتیژۍ پوښتنو ته ځوابونه وویل. د کانگرس غړو په پاکستان کې د طالبانو په وروستي پرمختگونو خپله اندېښنه څرگنده کړه.

د تېرې ورځې په څېر هیلري کلینټن د ولسي جرگې یوه کمیسیون ته د اوباما د هغې ستراتیژۍ په هکله پوښتنو ته ځوابونه وویل چې غواړي د افغانستان ملا د طالبانو خلاف وتړي او پاکستان د تندلارو د پرمختگ خلاف قوي کړي.

د کانگرس غړو خپلې هغې اندېښنې څرگندې کړي چې پاکستان د تندلارو د خطر د منلو څخه سترگې پټوي.

په کانگرس کې د باندنیو چارو د اجراییه کمیټې ډیموکراټه مشره نیتا لووې وايي:

"مونږ څنگه په داسې حال کې بریالي کېدای شو، چې پاکستان پخپله یا خو د تندلارو مخنیوي ته تیار نه دی او یا نه غواړي چې سختي فیصلې وکړي او جدي گامونه واخلي"

ډیموکراټ غړي ډیویډ اوبې بیا په سوات کې له تندلارو سره د پاکستان د حکومت وروستي تړون ته اشاره وکړه، چې نتیجه یې کېدای شي په دې وروستیو کې د بونیر په سیمه کې د طالبانو پرمختگ وي، چې له پایتخت اسلام اباد نه یواځې سل کیلومتره لرې ده. اوبې وویل چې د پاکستان سیاست پوهان اوس هم حقیقي خطر نه ویني.

"په پاکستان کې داسې ډلې شته چې د خپلو گټو لپاره کار کوي، او هیواد ته د ورپېښ خطر فکر ورسره نشته. د پاکستان حکومت اوس هم له هند څخه د خطر خبرې کوي، نه د حقیقي خطر".

د کانگرس غړې اوبې وویل تر څو چې د پاکستان یو فعال حکومت په حقیقې ستونزه فکر ونکړي امریکا په سیمه کې خپل هدفونه نه شي ترلاسه کولای.

هیلري کلینټن وویل چې په پاکستان کې د فکر بدلون څه اسانه کار نه دی. خو زیاته یې کړې چې باور لري چې بالاخره پاکستان حقیقې خطر ته پام کوي.

"زه ډېره خوشحاله شوم چې د پاکستان د حکومت مخالف سیاسي گوندونو مشرانو، تر دې چې په هغو کې ځینې اسلامي ډلې هم وې، په سوات کې د سولې په تړون اندېښنې څرگندې کړې دي. د پارلمان غړو ورباندې د خپل نظر په څرگندولو پیل کړی. پرون ما په بهر کې مېشتو پاکستانیانو باندې هم غږ وکړ چې خپل غږ اوچت کړي))

د اوباما حکومت په پاکستان او افغانستان کې د پرمختگ د آرزیابئ لپاره د هدفونو یو لسټ جوړوي. دا یو داسې شی دی چې کانگرس یې د بوش له حکومت څخه د عراق لپاره بیا بیا غوښتنه کړې وه.

هیلري کلینټن وویل چې دا هم دا خبره مني چې دغه هدفونه ټاکل د پرمختگ د جاج اخیستلو لپاره ډېر مهم دي.

"مونږ دا فکر کوو چې تاسو په مونږ حق لرۍ چې ځینې داسې گامونه واخلو چې د هغو له لارې دا معلومه شي چې مونږ پرمختگ کوو او که نه، او دا چې مونږ فیصلې هم ورباندې وکړای شو".

د ایران د اتومي پروگرام په هکله کلینټن وویل چې د باندنیو چارو د وزیرې د نومول کېدو څخه وروسته چې یې له هر حکومت سره لیدلي هغه غواړي له ایران سره ددوی د کلک دریځ ملاتړ وکړي.

کلینټن د سومالیې په هکله هم خبرې وکړې. هغې وویل د اوباما حکومت نه یواځي غواړي په سمندر کې د غلا ستونزې ته پاملرنه وکړي بلکه غواړي چې د سومالیا له نوي لنډ مهاله حکومت سره د ستونزو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG