د لاس رسي وړ اتصالات

هیلري کلنټن عراق ته تللې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن نن عراق ته ورسېده. دا به هلته د امریکايي پوځي قومندانانو او عراقي مشرانو سره خبرې کوي. دا د یوې امریکايي ډیپلوماتې په توگه عراق ته د هغې لومړنی سفر دی.

میرمن کلنټن په داسې حال کې عراق ته سفر کوي چې په دغه ملک کې په دې وروستیو ورځو کې یو ځل بیا د ناامنۍ د پیښو رپوټونه خپاره شوي دي. په تیرو دوو ورځو کې په دوو جلا ځانمرگو حملو کې نږدې ١٥٠ تنه ووژل شول.

کلنټن خبریالانو ته وویل، ددغو پیښو سره سره په عراق کې وضعه په ښه کیدو ده. دې وویل، ځانمرگې حملې په دې معنی دي چې تندلارې له دې نه وېرې لري چې عراق پر سمې خوا روان دی.

ټاکل شوې ده چې میرمن کلنټن به د عراق د امنیت په اړه دغلته د امریکايي قومندان جنرال رې اوډیرنو سره خبرې وکړي. هغه به د صدراعظم نورې المالکي او جمهور رئیس جلال طالباني سره هم گوري.

په عراق کې د ناامنۍ پیښې په داسې حال کې زیاتې شوي چې ټاکل شوې ده چې په آینده دوو میاشتو کې ټول امریکايي عسکر د عراق له ښارونو نه ووځي.

ددې کال په پای کې په عراق کې عمومي انتخابات کیږي.

XS
SM
MD
LG