د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حکومت ۶ ټنه اپین وسوځول


د افغانستان چارواکیو شپږ ټنه مخدره مواد او هغه شیان چی د مخدره موادو په جوړولو کی ترینه کا راخیستل کیږی نن د یکشنبی په ورځ له کابل نه بهر وسوځول.

دافغانستان د مخدره موادو د مخنیوی وزیر جنرال خدایداد وویل چی د اپینو، چرسو او دمخدره موادو په جوړونه کی د نورو کیمیاوی موادو سوځول د ترهگری خلاف یوه ستره کامیابی ده.

خو هغه داهم وویل چی شپږ ټنه مخدره مواد او کیمیاوی مواد په افغانستان کی ډیرکم شی دی. په دغه هیواد کی دنړۍتر ٩٠ فیصدو نه زیاتاپین چی دهیروئینو په تولید کی ترټولو نه مهمه ماده ده،تولیدیږي.ملگری ملتونه وایی چی افغانستان یوازی تیر کال اته زره ټنه اپین تولید کړیدی. ددغه اپین قیمت دری اعشاریه پنځو ملیاردو ډالرو ته رسیږی. رپوټ وایی چی د افغانستان د یاغیانو یوه مالی برخه د مخدره موادو د قاچاق په واسطه لاسته راځی. رپوټ واییطالبانو د کوکنارو له کروندگرو او د مخدره موادو له قاچاقبرانو نه لږ ترلږه پنځه سوه ملیونه ډالره راټول کړیدی.

XS
SM
MD
LG