د لاس رسي وړ اتصالات

براون له کرزي سره پر نوې ستراتیژئ خبرې کوي


د برتانېې صدراعظم گورډن براون دافغانستان له جمهوررئېس حآمد کرزی سره په دې خاطر په کابل کېملاقات وکړ چې په هغه نوی ستراتېژی ورسره بحث وکړی چې له ترورېزم سره مبارزه وکړی اودی ورته دترورېزم زانگو وايي چی د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدی علاقو کې واقع ده.

ښاغلی براونددوشنبی په ورځ ووېل چې برتانېه غواړی چې دافغانستان چارواکی له خارجی قواونه دخپل هېواد دامنېت مسوولېت په غاړه واخلی او داکار په تدرېج سره دېوه ولاېت نه وروسته بل ولاېت ته سراېت وکړی.

ترزېاتې اندازې پورې به دا بهېر دهغه په څېر وی چې په عراق کې ترېنه کار واخېستل شو.هغه ووېل ددی ستراتېژی ېوه ضروری برخه په دې ټېنگار کوی چې په لسهاو زره نورافغان عسکر وروز ل شی.

ښاغلی براون وېلی دی چې دی به تردی وروسته پاکستان ته ولاړ شی او هلته به دپاکستان له جمهوررئېس اصف علی زرداری سره ددوشنبی په ورځ ناوختهملاقات وکړی. هغه ووېل چې دده نوی ستراتېژی به د طالبانو سره په سېمه کې د مبارزې لپاره په دغو هېوادونو کې په مختلف ډول وی خوتشوېقی اړخ به ولری.

په عېن حال کې ښاغلی کرزی دا خبره تائېد کړېده چې دی به په افغانستان کې په انتخاباتو کې چې راتلونکی اگست په مېاشت کې کېږیبېا برخه واخلی. رپوټ واېې چې ددې خبری توقع په ډېره پراخه توگه کېدله خو اوس ېې رسمی بڼه غوره کړله.

ددوشنبی په ورځ دااېتلاف او افغانتسان قواو پنځه افراطېانووژل او دولس تنه نورېې په کندهار کې توقېف کړل. رپوټ واېې داعملېات ددې لپاره وشول چې دبمونو جوړولو شبکه شنډه کړی. دامرېکا پوځ واېې چې عسکرو کوشش کاوه چې د کندهار ولاېت په ېوه کلی کې تالاشی وکړی چې سر تېرو پرې ډزې وکړی. عسکرو ځوابی ډزې وکړی او پنځه تنه ېې ووژل.

XS
SM
MD
LG