د لاس رسي وړ اتصالات

نړۍ په بیړه د  خپرېدونکي والگي په مخنيوي لگیا ده


د ټولی نړۍ هېوادونه ، لگېادی چې د سواېن فلو ېا دخنزېرانود والگی دمخنېوی لپاره په بېړه باندی گامونه اوچت کړی. په داسی حال کې چې په دغه والگی باندی اخته نورې پېښی هم په کاناډا او نېوزېلنډ کې پېدا شوې.

دنړۍ دروغتېا اداری ددغه والگي دوېروس را پېدا کېدل دعامو خلکو صحت ته په نړېواله سطحه ېو اضطراری حالت وباله او وې وېل چې د ساریتوب احتمال هم لری.

د صحت د نړېوالی ادارې درئېس مرستېال کېجي فوکوډا له جنېوانه له خبرېالانو سره په دې باب داسی وویل: (... موږ له ټولو هېوادونو نه غوښتنه کړېده چې خپله څارنه په دې کې زېاته کړی چې څومره ژر کولی شو ددغه وېروس څرک ولگوو او دا معلومه کړو چې په ډول خپرېږی او که نه خپرېږی. )

کېجی فوکوډا واېې چې د سواېن فلو ېا خنزېرانو د والگی دوېروس هغه نښې نښانې په مېکسېکو اوامرېکا کې لگېدلی دی هغه له ېوبل سره ورته دی. که څه هم هغه علاېم چې په مکسېکو کې پېدا شوېدی هغه په امرېکا کې له پېدا شوېو علاېمو نه ډېر سخت دی . په دې نېژدی ورځو کې مکسېکو د لس گونو کسانو دمرگ پېښی ثبت کړېدی چې د والگی په څېر ناروغی له امله مړه شوېدی. که څه هم دا ډېره واضحه نده چې د ددې پړه په سواېن فلو ېاد خنزېرانو پر والگی ور واچول شی او که نه.

د روغتېا د نړېوالی ادارې درئېس مرستېال کېجي فوکوډا واېې : (... د انفلوېنزا وېروس بدلېدلی شی. هغوی په اسانی سره بدلون مومي او تغېېر کوی. نوکله چې ېو وېروس انکشاف وکړی نو هغوی دخلکو لپاره ډېر خطر ناک ثابتېږی. او د ډېرو جدی ناروغېو سبب کېږی.

XS
SM
MD
LG