د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: ملکنډ عملیاتو کې مو ٢٠ افراطیان ووژل


د پاکستان پوځ وايي چې عسکرو یې د طالبانو خلاف په عملیاتو کې شل تنه دهېواد په شمال غربی برخه کې وژلی دی. د پوځ ېو خبرلېک واېې چې ملېشو، دملکنډ په کوزه علاقه کې چې په صوبه سرحد کې واقع ده ددوشنبی په ورځ افراطېان ووژل.

د دوشنبی په ورځ دوخته د رادېکال ملا صوفی محمد ېوه نطاق امېر عزت ووېل چی هغوی د سولی مذاکرات د طالبانو او حکومت ترمنځ ترهغه وخت پورې ځنډولی دی، څو پورې چې حکومت په کوز دېر کې خپل نظامی عملېات بند نکړی.

د پاکستان چارواکی واېې چې د ملېشو ملاتړ گنشپ هېلېکوپټرونو کاوه او دېکشنبی په ورځ ېې لږ تر لږه دېرش تنه طالبان ووژل. په دې جمله کې ېو قوماندان او پنځه تنه دقوماندانانو مرستېالان وو.

دغه سېمه د سولی په هغه جنجالی تړون کې شامله ده چې د حکومت او طآلبانو ترمنځ داسلامی شرېعت د نفاذ لپاره شوېدی.

په ملکنډ کې داسلامی شریعت نفاذ ددی په بدل کې شوېدی چې طالبان به هلته له تشد د نه لاس اخلی او وسله به په زمکه ږدی.

د پاکستان چارواکی واېې چې طالبانو د سولی د تړون له شراېطؤنه سرغړونه کړېده، او شاوخوا گاونډېو سېمو ته ېې چې په هغو کې بونېر هم شامل دی جنگېالی ورلېږلی دی. رپوټ واېې چی د بونېر علاقه له اسلام اباد نه ېوازې سل مېله لېرې ده.

د پاکستان د کورنېو چارو مسوول رحمان ملک واېې چې د ېکشنبی دورځی عملېات ددی لپاره وشول چې دافراطېانو دهغو زېاتېدونکېو حملو مخه ونېسی چې د حکومت پر چارواکېو او دسېمی پر ملکېانو ېې کولی.

رحمان ملک په دې برخه کې داسی واېې : څرگنده خبره ده چې د حکومت له واک اواختېار سره ېې مقابله کوله؛ نو په همدی سبب داعملېات وشول. دهمدغو عملېاتو په سبب دهغوی دېرش تنه ووژل شول. دهغوی قوماندان قاری شهېدالله او دهغه پنځه تنه مرستېالان هم ووژل شول. اوس موږ کوز دېر په بشپړ ډول کنترول کړېدی.

رپوټ واېې د اسلام اباد په لور، په منظمه توگه دطآلبانو پرمختگ په واشنگټن کې دپاکستان د پوځ د قابلېت په برخه کې چې له طالبانو سره مقابله کولی شی او که نه، اندېښنه را پېدا کړېده.

د پاکستان جمهوررئېس اصف علی زرداری ددوشنبی په ورځ ووېل چې دهېواد اټومی وسلی خوندی دی او د طآلبانو لاسته به ورنشی.

هغه داهم ووېل چې د پاکستان استخبارات په دې عقېده دی چې اسامه بن لادن مړ شوېدی خو هغه داهم ووېل چې په دې برخه کې شواهد نلری.

XS
SM
MD
LG