د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوسټ: براون وايي سرحدي سیمې د طالبانو ځاله ده


د لویدیځ ډیرو مطبوعاتو نن افغانستان ته د گورډن براون د سفر په باب رپوټونه او تبصرې خپرې کړي دي.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، د برتانیې صدراعظم گورډن براون د دوشنبې په روځ ددې لپاره افغانستان ته ورغی چې د سیمې لپاره د خپل ملک پر نوې ستراتیژئ خبرې وکړي. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د طالبانو د پرمختگ له آمله په نړیواله سطحه اندېښنې ښودل شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، مخکې له دې چې ښاغلی براون له جمهور رئیس حامد کرزي سره وگوري، هغه وویل: "د افغانستان او پاکستان په سرحدي غره ایزه سیمه کې د طالبانو ځاله ده". براون وویل: ددغه دوو ملکونو لپاره زموږ تگلارې بیلې دي. د تروریزم له دغو دوو مرکزونو سره زموږ غرض ددې لپاره دی چې موږ د برتانیې په لارو کوڅو کې امنیت غواړو.

واشنگټن پوسټ وايي، له ښاغلي براون سره په دغه سفر کې ملگرو نورو برتانوي مقاماتو وویل، چې ټاکل شوې ده برتانیه به د سیمې لپاره نوې امنیتي ستراتیژي د چهارشنبې تر ورځې اعلان کړي.

ورځپاڼه وايي، په امریکا کې د جمهور رئیس اوباما حکومت هم همدا څه موده مخکې، د افغانستان او پاکستان لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه او په دغه ستراتیژئ کې یې تر ټولو مهم کار دا وگاڼه چې باید په سیمه کې له القاعده او نورو افراطي ډلو سره کلکه مبارزه وشي.

واشنگټن پوسټ لیکي. د اوباما د ستراتیژئ په څیر د برتانیې په ستراتیژئ کې هم پر دې خبرې باندې به ټینگار وشي چې په افغانستان کې په لسگونو زره نور پولیس او عسکر وروزل شي چې له خارجي عسکرو نه د ملک د امنیت دنده پر خپله غاړه واخلي.

رپوټ وايي، برتانیه غواړي چې د افغانستان حکومت هم د عراق په څیر له خارجي قواوو نه ولایت په ولایت د امنیت مسئولیت پر غاړه واخلي. خو برتانیې تر اوسه د اوباما په نسبت افغانستان ته د ډیر لږ عسکرو د لیږلو ژمنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، برتانیه دا وخت په افغانستان کې ٨٣٠٠ عسکر لري. دا په افغانستان کې له امریکا وروسته د یوه بهرني ملک تر ټولو ډیر عسکر دي. برتانیې ژمنه کړې چې د اسد په ٢٩مه د انتخاباتو د امنیت لپاره به ٧٠٠ نور عسکر ولیږي.

خو د اوباما حکومت په دې کال کې افغانستان ته ٢٥ زره نور عسکر لیږي. امریکا دا وخت په افغانستان کې ۴٠ زره عسکر لري.

واشنگټن پوسټ لیکي، د برتانېې مقامات وايي، د دوی په نوې ستراتیژئ کې د پاکستان قبایلي سیمو ته پر مرستو باندې ټینگار شوی دی.

برتانیې ژمنه کړې ده چې په آینده څلورو کلونو کې له پاکستان سره یو میلیارد ډالر او له افغانستان سره تقریبا اته سوه میلیون ډالره مرسته کوي.

ورځپاڼه وايي، صدراعظم گورډن بروان په هلمند کې دیره برتانوي عسکر ولیدل. دغه ولایت ته به په آینده ورځو کې اته زره امریکايي خاص عسکر هم ورشي.

واشنگټن پوسټ لیکي، که څه هم د لویدیځ عسکر په افغانستان کې بوخت دي، خو د نړۍ ډیرو ملکونو دا وخت د پاکستان په صوبه سرحد کې د طالبانو د واک د پراخېدو په باب سخته اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن هم د یکشنبې په ورځ وویل، امریکا هم په پاکستان د طالبانو د واک په پراخېدو اندېښمنه ده.

د برتانیې مقامات وايي، د دوی په ملک کې د تروریزم د افشا شویو دسیسو له دریو نه دوه برخې یې له پاکستان سره تړاو درلود.

د برتانیې حکومت همدا درې اونۍ مخکې وویل، په ملک کې یې د تروریزم یوه لویه دسیسه افشا کړه. دوی وویل، په دغه دسیسه کې یې ١٢ تنه لاس لرونکي ونیول چې لس یې پاکستانیان دي.

XS
SM
MD
LG