د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما، کرزی او زرداري په واشنگټن کې گوري


له بلې خوا سپینه ماڼۍ وايي، جمهور رئیس اوباما به په راتلونکې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان له جمهور رئیسانو سره په واشنگټن کې وگوري.

د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ گیبز وویل، ښاغلی اوباما به له جمهور رئیس کرزي او جمهور رئیس آصف زرداري سره سر له چهارشنبې په جلا جلا ډول او په گډو غونډو کې وگوري.

په عین وخت کې، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، د اوباما حکومت په دې غور کوي چې د پاکستان د حکومت مخالف مشر نواز شریف سره خبرې وکړي.

نواز شریف د مسلم لیگ نواز د گوند مشر دی او د پاکستان د اسلامي سخت دریځو ډلو سره اړیکې لري.

ورځپاڼه په خپل رپوټ کې وايي، امریکا غواړي د هغه له دې اړیکو نه په استفادې د طالبانو له خوا راپیدا شوي مشکل ته د حل لاره پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG