د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کی چاودنې څلور تنه ووژل


د افغانستان چارواکی وایی چی د هلمند په ولایت کی د یوه بم په چاودنه کی د یوه ماشوم په شمول څلور تنه وژل شوی دی.

د هلمند د والی ویاند وویل چی نن د گریشک په ولسوالی کی یو موټر سایکل بم وچاودید.

په دی چاودنه کی اوه تنه چی په هغو کی دوه د پولیسو صاحب منصبان هم شامل وو زخمی شوی دی.

د دی حملی پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستی ،خو په ملک د طالبانو بغاوت زور اخیستی دی.

د طالبانو یوه عالي رتبه قوماندان تیره اونی خبرداری ورکړی و چی یاغیان په نظر کی لری چی په نړیوالو قواوو باندی ناڅاپی ،ځان مرگی او د بم اچولو حملی زیاتی کړی.

XS
SM
MD
LG