د لاس رسي وړ اتصالات

رپورټ: امریکا د پاکستان د اتومي وسلو امنیت ته اندېښمنه ده


د امریکا یوه معتبره ورځپاڼه لیکي، په پاکستان کې د طالبانو د تشدد د پیښو له زیاتېدو سره امریکا ددغه ملک د اتومي تاسیساتو د امنیت په اړه ژوره اندېښنه لري.

نیویارک ټایمز د عالي رتبه امریکايي چارواکو له خولې چې نومونه یې ندي ښودل شوي لیکلي چې کیدای شي تندروان اتومي وسلې په خپل ولکه کې راولي او یا د پاکستان په اتومي تاسیساتو کې خپل خواخوږي خلک ځای پر ځای کړي.

چارواکي وايي، امریکا د پاکستان د اتومي تاسیساتو د موقعیتونو په اړه کافي معلومات نه لري ځکه نو د پاکستان د حکومت پر دې خبره کافي باور نه کوي چې وايي، اتومي تاسیسات یې محفوظ دي.

د نیویارک ټایمز په رپوټ کې د امریکایي مقاماتو له خولې لیکل شوي چې که څه هم امریکا پاکستان ته سل میلیون ډالره ددې لپاره ورکړي چې د خپلو اتومي تاسیساتو پر محافظت او د محافظینو په روزنه یې ولگوي خو امریکا ته هیڅ وخت اجازه نه ده ورکړل شوې چې وگوري دغه پیسې څومره پر ځای لگېدلي دي.

ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس براک اوباما په روانه اونۍ کې د پاکستان له جمهور آصف زرداري سره په واشنگټن کې وگوري. تر اوسه له نه ده څرگنده چې دواړه جمهور رئیسان به د پاکستان د اتومي وسلو د مسئونیت په باب هم خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG