د لاس رسي وړ اتصالات

پیښور ته نږدې ځانمرگې حملې ٥ تنه ووژل


د پاکستان پولېس واېې چې ېوه ځان وژونکي خپل موټر په صوبه سرحد کې له ېوه نظامی موټر سره وجنگاوه. په دغه چاودنه کې ېې ېو عسکر او څلور ملکېان ووژل.

چارواکېو ووېل چې دا حمله د سه شنبی په ورځ د پېښور ښار ته نېژدی په ېوه پوسته کې پېښه شوه. رپوټ واېې چی په دغه حمله کې ٢١کسان د ېوڅو ماشومانو په شمول زخمی شول.

د پولېسو ځاېې چارواکی شفقت ملک ووېل چې د بم چوونکی سره په موټر کې تقرېبا ٨٥ کېلوگرامه چاودونکی مواد موجود ول. تراوسه پورې هېچا ددغی چاودنی مسوولېت په غاړه ندی اخېستی.

چارواکی واېې چې د حکومت د عسکر واو طآلبانو ترمنځ جگړه په دغه سېمه کې زېاته شوېده او هغه سوله چې دری مېاشتی مخکی شوې وه هغه نوره هم لانجمنه شوېده.

په عېن حآل کې چارواکېو امر کړېدی چې د سوات په ناوه کې د مېنگورې داوسېدونکیو لپاره په گرځېدو راگرځېدو باندې بندېزونه ددی لپاره مات کړېدی چې بېځاېه شوې خلک له سېمی نه ووتلی شی. چاروکی واېې چې دنظامېانو او طآلبانو ترمنځ د تشدد زېاتېدلو او د سولی کمزوری کېدلو، ملکی خلک له خطر سره مخامخ کړېدی.

د سولی ددغه تړون له مخی دپاکستان چارواکېو په دې موافقه کړې وه چې په سوات کې او دملکنډ په نوروسېموکې اسلامی قانون نافذ کړی. ددې په مقابل کې به ېاغېان له تشدد نه لاس اخلی.

د پاکستان پوځ له تېرې مېاشتی راهېسی د طالبانو خلاف تهاجمی عملېات پېل کړېدی. طالبان کوشش کوی چې په بونېرکې داسلام هغه ډول سخت تحلېل او تفسېر چې دوی ېې په خپله کوی په خلکو باندی تحمېل کړی. رپوټ واېې چې بونېر د پاکستان له پاېتخت اسلام اباد نه ېوازې سل کېلومتره فاصله کې پروت دی.

طالبانو د پاکستان پرحکومت تور لگولی دی چې د سولی له تړون نه ېې سرغړونه کړېده، ځکه چې پر طالبانو ېې حمله کړېده. دغه اسلامی ډله په ملکنډ کې دحکومت له خوانه د شرعی محکمی تاسېس هم ردوی او واېې چې له دوی سره ېې سلا مشوره نده کړی.

XS
SM
MD
LG