د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د گوانتانامو د بندېدو لپاره بودیجه رد شوه


دامرېکا د پارلېمان دېموکراتو غړېو د اوباما د ادارې هغه غوښتنه رد کړېده چې د گوانتانمو د بندولو لپاره ېې اتېا ملېونه ډالرو غوښتنه کړې وه. دغه غوښتنه د بودجی د یوه پېشنهاد شوی اختصاصی مسودی په ترڅ کې شوې وه.

د پارلېمان د بودجی د کومېټی رئېس ډېوېډ اوبې ددوشنبی په ورځ ووېل چې جمهوررئېس براک اوباما ته پکاردی چې ېو مفصل پلان د گوانتانمو د بندولو لپاره وړاندی کړی مخکی له دېنه چې کانگرېس بودجه منظور کړی.

دغه پېسی دهغی بودجی ېوه برخه وه چې تقرېبا سل ملېاردو ته رسېږی او زېاتره د عراق او افغانستان لپاره په نظآمی او دېپلوماتېکو برخو کې لگول کېږی.

د جنوری په مېاشت کې جمهوررئېس اوباما د جمهوری رېاست حکم صادر کړ چې د گوانتانمو زندان دېوه کال په موده کې بند کاندی. خو دامرېکا چارواکی په دې قادرندی چې داخبره معلومه کړی چې د ٢٥٠ زندانېانو له جملی نه د پنځوسو ېا سلو په حدودوکې کسان چې هلته توقېف شوېدی له هغوسره څه وکړی.

دامرېکا خارجه وزېره هېلری کلنټن واېې چې چارواکی په داسی سختو هلوځلو بوخت دی چې ېوشمېر هېوادونه په دې قانع کړی چې بندېان قبول کاندی. د امرېکا د پارلېمان ډېر غړي په دې عقېده دی چې که توقېفېانو ته اجازه ورکړل شی نو دابه دترهگری دخطر سبب شی.

په اوسنی شکل باندی چې کومه اضافی او پراختېاېې بودجه موجوده ده هغه ٩۴ اعشارېه دوه ملیارد ډالره ده او دافغانستان او عراق د جگړو لپاره اختصاص شوېده. له همدغی بودجی نه د H1N1 وېروس ته چې د والگی سبب شوېدی او پاکستان ته مرستی برابریږی. رپوټ واېې تقرېبا لس ملیارد ډالره ترهغه زېات دی چې اوباما غوښتی دی.

XS
SM
MD
LG