د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: د پاکستان سرحد د امریکا لویه ستونزه ده


نیویارک ټایمز لیکي د پاکستان سرحد به د امریکا قواوو په مخکې لویه ستونزه وي. نږدې شل زره تازه عسکر افغانستان ته روان دي.

ورځپاڼه لیکي د طالبانو د تگلارو جوړوونکي خپل یو بری د افغانستان او پاکستان سرحد گڼي او په دې باور لري چې امریکا په پاکستان کې د دوی پر پټو مرکزونو نشي ورتلای.

نیویارک ټایمز لیکي، د قبایلو د سیمې یو ٢٨ کلن ځوان چې د طالبانو لوجستیکي چارې تنظیموي وايي چې د طالبانو ستراتیژي په دې ولاړه ده چې د پاکستان په داخل او شاووخوا سیمو او سرحد باندې آزاد تگ راتگ وکړي، هغو پاکستاني وگړو ته توجه وکړي چې جلب او جذب ته آماده دي او همدارنگه د افغانستان له کلیوالو خلکو سره خواخوږي وښيي.

دی وايي د طالبانو لپاره د سرحد دواړو غاړو ته روانه جگړه یوه ښکاري.

ورځپاڼه لیکي، ددغه سړي توره ږیره او ویښتان داسې وو چې په آسانۍ په ټول پاکستان کې تگ راتگ وکړای شي. دی د خپلو نورو ملگرو طالبانو له ویرې د خپل نوم له اخیستلو ډډه کوي.

نیویارک ټایمز لیکي، ددغه کس خبرې چې له هغه مرکو سره مقایسه شي چې په تیرو شپږ میاشتو کې مطبوعاتو له طالبانو سره کړي دي، دا خبره ښيي چې دی د طالبانو باخبره کس دی.

ورځپاڼه لیکي، دی د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې د مشر جنرال ډیویډ پټریس له هغه پلان نه خبر دی او اندیښنه ورباندې لري چې دی غواړي خپل د عراق له تجربه چې د عراق د تندروانو له ځپلو نه یې لري، په افغانستان کې هم استفاده وکړي.

دی وايي: "زه د پټریس له کار نه خبر یم. خو موږ خپل افغانان پیژنو. دوی به له پټریس نه پیسې واخلي خو د هغه په طرف به نه وي. داسې ډیر خلک شته چې هم له افغانانو او هم له امریکایانو سره همکاري لري. دوی پیسې له امریکایانو اخلي خو معلومات موږ ته راکوي او وسلې راباندې خرڅوي".

نیویارک ټایمز لیکي، دغه سړی وايي، امریکایان به دا کال ډیرې قواوې راولیږي خو دی باوري دی چې امریکایان ددې توان لري چې د کلیو واک په خپل لاس کې واخلي. دی وايي، ددې لپاره چې موږ وباسي نو بایدې هوايي بمبارئ وکړي او له دې سره ملکي تلفات زیاتیږي.

یوازنی شی چې دی یې ډیر تر تاثیر لاندې راوستی، هغه د بې پیلوټه الوتکو بمباري دی. دی وايي، په دغو حملو کې دده ٢٩ تنه ملگري وژل شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، د صوبه سرحد په بونیر کې روانه جگړه د طالبانو له خوا د سیمې د بې ثباتئ د او پر اتومي وسله لرونکي پاکستان باندې د غالبېدو د روان جنگ اول خط دی. همدا طالبان امریکا او د ناټو عسکرو ته ددې خبرې اشاره هم رسوي چې دوی افغانستان ته هم جنگیالي لیږي چې د افغاني طالبانو سره له ملک نه د خارجي قواوو په ایستلو کې مرسته وکړي.

نیویارک ټایمز لیکي، که څه هم د طالبانو لپاره د سرحد دواړو غاړه ته روانه جگړه یوه ښکاري خو د امریکا مخې ته دغه سرحد لوی خنډ گرځېدلی دی.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم د تروریزم په خلاف جگړه کې پاکستان د امریکا سره یووالی اعلان کړی خو دوی امریکايي عسکرو ته ددې اجازه نه ورکوي چې له افغانستان ته پاکستان ته ور واوړي او یا په قبایلو کې د القاعدې او طالبانو په خلاف د پاکستان له پوځ سره گډ عمالیات وکړي.

XS
SM
MD
LG