د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما له کرزي او زرداري سره خبري  رغوونکي بللي


د امریکا جمهوررئیس براک اوباما وایی چی امریکا، افغانستان او پاکستان گډ دښمن لری او هغه القاعده او د هغې متحدان دي، او هغه ویلي دي چی دوي درې واړه دې ته متعهد دي چی د دغه دښمن فعالیتونه به گډوډوي، هغه ته به ماته ورکوي او له منځه به یې وړي.

ښاغلي اوباما پرون د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي او دپاکستان د جمهوررئیس آصف علي زرداري سره په سپینه ماڼۍ کی وکتل. هغه وویل چی ددوی خبري« فوق العاده گټوري او رغونکي» وې او هغه ددې ستاینه وکړه او ویې ویل چی د افغانستان او پاکستان تر منځ په بیسارې توگه همکاري موجوده ده.

ښاغلي اوباما ددې غونډي نه وروسته خبریالانو ته وویل چی یاغیانو ته ماته ورکول په سیمه کی مثبتي ودي او پرمختگ ته ضرورت لری او همداراز نظامي هلي ځلي او کوششونه غواړی. هغه هوډ وکړ چی امریکا به د افغانستان د آینده ملي انتخاباتو ملاتړ وکړی او په پاکستان کی به د ښونځیو، سړکونو او روغتونونو په جوړیدو کی مرسته وکړی.

د امریکا جمهوررئیس وویل چی دده حکومت به تر خپله وسه هر ډول کوشش وکړی چی د ملکي خلکو ژوند وژغورل سی. هغه دا هم وویل چی ښاغلي کرزي او ښاغلي زرداري دواړو دا ومنل چی دغه درې واړه هیوادونه د یاغیانو له خوا د ډیر سخت او جدي خطر سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG