د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي مقاماتو منلې چې د فراه بمباریو کې ملکیان وژل شوي


په امریکا کې د مطبوعاتو رپوټونه وايي، امریکايي مقاماتو په فراه کې د یو شمیر ملکي خلکو د وژلو پړه منلې ده.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې او د سي این این تلویزیون د امریکا د دفاع د وزارت د مقاماتو له خولې ویلي چې د دوی ابتدايي تحقیقات ښيي چې په د فراه په بالا بلوک کې د امریکايي قواوو په هوايي بمبارئ کې ملکي خلک وژل شوي دي.

ددغو مقاماتو نومونه ندي اخیستل شوي خو په کابل کې ددغه پیښې تحقیق کوونکي وايي، په آینده یوې یا دوو ورځو کې به خپل د تحقیقاتو نتایج مطبوعاتو ته اعلان کړي.

افغان محلي چارواکي وايي، د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې د فراه په بالا بلوک کې په جگړو او هوايي بمبارئ کې تر سلو زیات ملکي خلک وژل شوي دي.

د پوځ یوه نطاق نن د فرانسې د AFP خبري آژانس ته وویل چې د وژل شویو کسانو په شمیر کې مبالغه کیږي.

تر دې وړاندې د امریکا پوځي چارواکو ویلي وو چې کیدای شي ځینې ملکي خلک د طالبانو له خوا د لاسي بمونو په چاودنو کې وژل شوي وي.

د همدې پیښي له امله پرون د لسگونو قهرېدلو مظاهره چیانو او پولیسو تر منځ اخ و ډب پیښ شو.

مظاهره چیانو پر دولتي ودانیو باندې د ډبرو واري وکړل او په دغه ترڅ کې څلور تنه زخمي شول چې یو یې په مرمۍ لگېدلی و.

د امریکا د دفاع وزیر د ملکي خلکو په وژل کېدو خفگان وښود او ویې وی چې د افغان او امریکايي مفتشینو یو گډ هیئت به په دې باب تحقیقات وکړي.

XS
SM
MD
LG