د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: سوات کې ١۴٠ افراطیان وژل شوي


د پاکستان نظامی مقامات وائې، دتیری ورځی په جگړه کې ئې په سوات کې یوسلو څلویښت افراطیان وژلی دی .

تورنجنرال اطهر عباس وائې، دا د پاکستانی قواو بشپړ عملیات دی چې دسوات په ناوه کې وسله وال طالبان له منځه یوسی.

پاکستان یوه ورځ وروسته له هغې چې صدراعظم پوځ ته امروکړچې په سیمه کې ټول افراطیان له منځه یوسی ،نوی هوائې حملی په صوبه سرحد کې دسوات په ناوه کې دطالبانو په مشکوکو مرکزونو باندی حملی پیل کړیدی .

الوتکو او هلیکپټرو نن دجمعی په ورځ دکبل په سیمه کې په مرکزونو باندی حملی وکړی چې په منگوړه کې دطالبانو مهم مرکزدی . پوځی مقاماتو سیمی ته نور عسکراستولی دی چې خپلی ځمکنی قواوی تقویه کړی .

صدراعظم یوسف رضا گیلانی دپنجشنبی په ورځ په تلویزنی وینا کې له ملت نه وغوښتل چې دافراطیانو په خلاف یو موټی شی . هغه له بین المللی ټولنې نه هم وغوښتل دهغو کسانو سره مرسته وکړی چې په سوات کې خپلو کوروکلی پریښودلو ته مجبور شویدی .

په سیمه کې دافراطی طالبانو سره دسولی دموافقی دماتیدونه وروسته په لسگونو زره ملکیانو په سوات کې خپل کورو کلی هغه وخت پریښود چې حکومتی قواو خپلی حملی زیاتی کړی . دمرستو درسولو ادارو دبشری ستونزو خبرداری ورکړیدی.

د پاکستان جمهوررئیس اصف علی زرداری په واشنگټن کې خبریالانوته وویل، ترهغې پوری به عملیات روان وی ترڅو چې په دغه سیمه کې ارامی راځی.

دامریکا ددفاع وزیر رابرټ گیټزوویل،دی دپاکستان له ځواب ډیر راضی دی او ددی ډیرکم احتمال شته چې طالبان به داسی کامیابی لاس ته راوړی چې دپاکستان داتمی جبه خانی دکنټرول لپاره ضرور ده.

پاکستانی پوځ وائې، په سیمه ایزه عملیاتو کې ئې څه دپاسه دوه سوه افرطیان وژلی دی.

دسره صلیب بین المللی کمیټی دپنجشنبی په ورځ وویل، نه تائید شوی رپوټونه وائې، ددغو عملیاتو په سبب د دیر، سوات او بونیرپه سیموکې څه دپاسه پنځه سوه زره تنه بی کوره شویدی .

دفبروری دمیاشتی نه راپدی خواچې محلی مامورانو دافراطی طالبانوسره موافقه لاس لیک کړی وه، دټولونه سخت مرگانی جنگ دی .

دصوبه سرحد داطلاعاتو او کولتو وزیر افتخار حسین وویل، افراطیانو له موافقی نه سرغړونه وکړه چې وائې، دملکنډ په سیمه کې دشریعیت دنافذولو په بدل کې وسلی په ځمکه ږدی . دغه مامور په افراطیانو تورولگاوه چې غواړی په دغه سمیه کې بل حکومت جوړکړی .

په پاکستان کې ډیر کسان پدی عقیده دی چې داسی ښکاری چې دطالبانو افراطی فعالیتونو دعامه خلکو ملاتړ ورسره کم شویدی .

XS
SM
MD
LG