د ایران د سپاه انقلاب پخواني قومندان خپل نوم ددغه ملک اینده د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کاندید په توگه ثبت کړی دی. دا په ایران کې لومړنی سخت دریځی مشر دی چې په انتخاباتو کې به د جمهور رئیس احمدي نژاد جدي رقیب وي.
محسن رضايي نن په تهران کې په رسمي ډول د جوزا د ٢٢مې د جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره خپل نوم د کاندید په توگه ثبت کړ.
هغه د جمهور رئیس احمدي نژاد یو کلک منتقد گڼل کیږي. ښاغلي رضايي په خاص ډول د احمدي نژاد پر اقتصادي تگلارو باندې زیات انتقادونه کړي دي.
تر اوسه پورې جمهور رئیس احمدي نژاد رسماً ځان د دوهم ځل جمهوري ریاست لپاره ندی کاندید کړی خو توقع کیږي چې د شبنې په ورځ د کاندیدانو د ثبت نام د وخت له پوره کېدو وړاندې خپل نوم ثبت کړي.
په نورو ممکنه کاندیدانو کې د ایران پخوانی منځلاری صدراعظم میر حسین موسوي او د پارلمان پخوانی رئیس مهدي کروبي شامل دي.
د کاندیدانو وروستی لست به د ایران شورای نگهبان تائیدوي. دغه محافظه کاره شورا د ایران د انتخاباتو او اساسي قانون چارې څاري.