د لاس رسي وړ اتصالات

د عیسویانو مشر منځني ختیځ ته تللی


د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ بنډیکټ منځني ختیځ ته د یوې هفتې په سفر وتلی او نن د اوردن مرکز عمان ته رسیدلی دی.

پاپ بنډیکټ ددغه سفر په ترڅ کې اسرائیلو او فلسطین ته هم ځي. رپوټ وايي، دی به په سیمه کې د عیسویت مهمو ځایونه ته ورشي او په عین وخت کې به له مسلمانانو او یهودانو سره د خپلو اړیکو د ښه کولو هڅه وکړي.

نن په اوردن پاچا عبدالله په پایتخت عمان کې پاپ ته ښه راغلاست ووایه.

عمان ته له رسېدو لږ وروسته یوې غونډې ته د خبرو پر وخت د کاتولیکانو دغه مشر اسلام ته خپل ژور احترام څرگند کړ.

په اوردن کې د درې ورځو تم کېدو پر مهال به د عیسویان رهبر د مسلمانانو له مذهبي مشرانو سره گوري.

ټاکل شوې ده چې پاپ بنډیکټ به د یکشنبې په ورځ د عمان په یوه لوبغالي کې د خلکو یوې لویې اجتماع ته وینا وکړي.

عیسویان د اوردن د نفوس یوازې دوه فیصده تشکیلوي.

XS
SM
MD
LG