د لاس رسي وړ اتصالات

د سوات جگړو کې ملکیان بند پاتې دي


په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ په سوات کې عملیات پیل کړي دي، د هغو ځايي خلکو په باب اندېښنې زیاتي شوي دي چې د روانو جگړو له امله نه دي توانېدلي چې له سیمې ووځي.

پوځ وايي، نږدې ٥٥ تندروان یې وژلي دي.

نن په مینگوره کې سخته جگړه روان وه. حکومت وايي، هلیکوپترو او جنگي جټ الوتکو یې دغلته د طالبانو پر پټو مرکزونو بمباري کړې او ١٥ تنه یې وژلي دي.

د کبل په سیمه او د دیر په ضلع کې هم جگړه روانه ده او د پوځ څلور عسکر زخمي شوي دي.

هغه کسان چې له سیمه نه په تیښته روان دي، وايي چې په جگړو کې ملکي خلک هم وژل شوي دي.

ملگري ملتونه وايي، د سوات، دیر او بونیر له ضلعو نه تقریبا ٥٠٠ زره خلکو خپل کورونه پرې ایښي دي. خو وايي چې لا ډیر ځايي خلک په جگړو کې بند پاتې دي او نه دي توانېدلي چې نورو سیمو ته کډه وکړي.

د پوځ ویاند تورنجنرال اطهر عباس پرون وویل، دا د پاکستاني قواو بشپړ عملیات دي چې په سوات کې یې د وسله والو طالبانو د له منځه وړلو لپاره پیل کړي دي.

د فبروي په میاشت کې له طالبانو سره د سولې د تړون د کېدو وروسته دا په سیمه کې تر ټولو سختې جگړې دي.

جنرال اطهر عباس پرون مطبوعاتو ته وویل، په سوات کې د څلور زره تندلارو سره په جگړه بوخت دي چې په تندلارو کې د ازبکستان او تاجکستان اتباع هم شامل دي.

د صوبه سرحد د اطلاعاتو وزیر افتخار حسین وویل، طالبانو له موافقی نه سرغړونه وکړه چې وائې، دملکنډ په سیمه کې د شریعیت دنافذولو په بدل کې وسلی په ځمکه ږدی . دغه مامور په طالبانو تور ولگاوه چې غواړی په دغه سمیه کې بل حکومت جوړ کړی .

پاکستان د سوات عملیاتو ته ١٥ زره عسکر لیږي دي.

له بلې خوا، بې پیلوټه الوتکو چې فکر کیږي د امریکا به وي، د پاکستان په جنوبي وزیرستان کې نن بمباري کړې ده او تلفات یې اړولي خو تر اوسه نده معلومه چې په پیښه کې څومره کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

ددغه سمیې په باب ویل کیږي چې القاعده او طالب تندروان پکې ځای پر ځای شوي دي.

په تیره یوه کال کې د پاکستان په قبایلي سیمو کې له دیرشو زیاتې دغه ډول حملې شوي دي.

پاکستان دغه حملې بې فایدې او پر خپل حریم تیری بلي خو امریکا په دې باب له څه ویلو ډډه کوي.

XS
SM
MD
LG