د لاس رسي وړ اتصالات

مفتشین: فراه بمباریو نامعلوم شمیر ملکیان وژلي


امریکايي قواوو او د افغانستان حکومت تائید کړې ده چې د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې د فراه په ولایت کې د امریکايي عسکرو په هوايي بمبارئ او جگړه کې یو شمیر ملکي خلک وژل شوي دي.

د تحقیق یو هیئت چې سیمې ته ورغلی وو، ندي ویلي چې د بالا بلوک په پیښه کې څومره ملکي خلک وژل شوي دي.

تحقیق کوونکو ویلي، په دې ندي توانېدلي چې معلومه کړي په مړو کې څومره ملکي خلک او څومره طالبان وو. دوی وايي، سیمې ته له رسیدو وړاندې د پیښې ټول قربانیان خاورو ته سپارل شوي وو.

ځايي مقامات وايي، د گراني او گنج آباد په کلیو کې ١۴٧ تنه وژل شوي چې اکثریت یې ملکي خلک وو.

خو د امریکا د دفاع وزارت بیا وايي چې د بالا بلوک د ولسوالۍ په پیښه کې یوازې ٥٠ تنه وژل شوي چې اکثریت یې تندلارې وو.

د تحقیق هیئت په خپل رپوټ کې ویلي، داسې نښانې نښانې هم شته چې ښيي طالبانو چې ځینې خارجي کسان هم ورسره وو، په زوره خلکو په هغو کورونو کې ایسار کړي وو له کومه ځایه چې وروسته دوی پر افغان او ایتلافي قواوو باندې حمله پیل کړه.

هیئت وايي، په سیمه کې یې اووه تازه انفرادي قبرونه او دوه دسته جمعي قبرونه لیدلي چې ددغه پیښې نامعلوم شمیر قربانیان په کې ښخ شوي وو.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د جمعې په ورځ یو ځل بیا د امریکايي قواوو د بمباریو د بندېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د تروریزم پر ضد د مبارزې ځای د افغانستان کلي نه دي.

ښاغلي کرزي پرون په واشنگټن کې د سي این این تلویزیون ته وویل، یوې افغان هیئت معلومه کړې ده چې د فراه په بمباریو کې له سلو زیات ملکي خلک وژل شوی دي.

XS
SM
MD
LG