د لاس رسي وړ اتصالات

پر اوباما د گوانتانامو د تړلو له کبله انتقاد شوی


د امریکا د پارلمان یوه جمهوري غوښتونکي غړي د جمهوري رئیس براک اوباما د گوانتانامو د زندان د بندولو اقدام له دې امله خطرناک بللی چې یو سمبولیک عمل پر امنیت غوره گڼل کیږي.

جمهوري غوښتونکي سناتور کیټ بونډ د خپل گوند په اونییزه بیانیه کې په گوانتانامو کې ٢۴١ تنه قیدیان قاتلین وبلل او ویې ویل چې جمهور رئیس اوباما هیڅ پلان نلري چې د گوانتانامو له تړل کېدو وروسته به دغه زندانیان چیري لیږي.

ښاغلي بونډ د اوباما پر حکومت له دې امله هم انتقاد وکړ چې په پام کې لري ممکن دغه بندیان امریکا ته را انتقال کړي. بونډ وویل، د امریکا خلک حق لري، پوه شي چې دغه بندیان چیرې لیږل کیږي.

د امریکا لوی څارنوال پرون پارلمان ته ددې خبرې اطمنان ورکړ چې ترهگر به په هیڅ صورت په امریکا کې آزاد پرې نږدي. او د امریکا د تباعو ژوند به په خطر کې وا نه چوي.

هغه وویل، تر اوسه د گوانتانامو د زندانیانو پر دوسیو په جلا جلا ډول غور کوي او لا تر اوسه یې تصمیم نه دی نیولی چې دغه بندیان به چیرې لیږل کیږي.

XS
SM
MD
LG