د لاس رسي وړ اتصالات

د عیسویانو مشر بیت المقدس ته تللی


پاپ بېنېډېکټ په بېت المقدس کې دی. دادهغه په سفرکې ډېره مهمه برخه ده. د اسراېېلوجمهوررئېس د نړی درومن کاتولېکانو مشر ته د تل ابېب په هواېې مېدان کې نن ددوشنبی په ورځ مخکی له دېنه چې بېت المقدس ته په هېلېکوپټره کې ولاړسی هرکلی وواېه.

هغه په داسی وخت کې سفروکړ چې ېوشمېر اسراېېلی ېهودان په دې په غوسه دی چې پاپ هغه بېشپ بېرته برحال کړېدی چې دېهودانو قتل عام له پېښېدونه ېې انکار کړی و او دهغی په سبب له خپل مقام نه محروم کړی شوی و.

پاپ بېت المقدس ته له روانېدو نه مخکی په خپله وېنا کې ووېل چې د ېهودانو مخالفت په بشپړه توگه دمنلو وړندی. هغه ژمنه وکړه چې دقتل عام د شپږو ملېونو ېهودانو په درناوی چې کوم ېادگار جوړشوېدی دهغه درناوی وکړی. هغه دا پلان لری چې کله په بېت المقدس کې وی نو د ېاد واشېم په نامه چې کوم ېادگار جوړ شوېدی دهغه لېدلو ته به ورشی.

پاپ بېنېډکټ له اسراېېلو او فلسطېنېانو نه خواهش وکړ چې له ېوبل سره سوله وکړی. هغه ووېل پکارده چې دواړه خواوې په دې وتوانېږی چې په خپل جلاوطن کې په سوله باندی ژوند وکړی. په دې اونی کې به وروسته پاپ په اسراېېلو کې ځېنی ځاېونو او په لوېدېزه غاړه کې د فلسطېن له چارواکېو سره ملاقات وکړی.

هغه اسراېېلو ته له عمان او اردن نه تللی دی.

XS
SM
MD
LG