د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: د ایتلاف نوی قومندان باید ملکیان وژغوري


افغان چارواکی واېې چې دوې هېله من دی چې دامرېکا نوی قوماندان به په افغانستان کې دناټو اوامرېکا د قواو قوماندانی وکړی او دملکېانو د تلفاتو مخنېوی به وکړی.

د افغانستان او امرېکا ترمنځ د دمخالفت ېوه غټه مسله هغه هواېې بمباری دی چې په مشکوکو افراطېانو په اډو باندی کېږی.

دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزی ووېل چې ملکی تلفات دمنلو وړ ندی او د داېتلاف د قواو اړېکی له ځاېې خلکو سره خرابوی.

دامرېکا ددفاع وزېر رابرت گېټس ددوشنبی په ورځ اعلان وکړ چې دی، د دغی وظېفی لپاره جنرال مکرېستل چی په دې نېژدی وختونو کې د امرېکا په پوځ کې دخاصو عملېاتو قوماندان و، د ټاکلو سپارښتنه کوی.

رابرت گېټس له موجوده جنرال ډېوېډ مک کېرنن نه مننه وکړه او وې وېل چې له خپل مقام نه استعفی وکړی او نوی قوماندان ته اجازه ورکړی چې دافغانستان لپاره نوی ستراتېژی عملی کاندی.

XS
SM
MD
LG